هند: معشوقې د عاشق پر مخ تېزاب ورشېندلي

بنګلور

د عکس سرچینه، KASHIF MASHOOD

د عکس تشریح، ویل کېږي دغه پیغله روغتیا پاله ده

رپوټونو کې ویل شوي، د هند سویلي بنګلور ښار کې یوه ځوان له واده کولو انکار کړی او معشوقې یې پر مخ تیزاب ورشېندلي.

ځايي پولیس وايي دغه پېښه په سیمه کې بې ساري ده.

ویل کېږي، دغه پېغله روغتیا پاله ده او د ۳۲ کلن جې کومار پروشوتم پر مخ یې له تېزاب شېندلو وروسته روغتون کې پر هغه د چاکو برید هڅه هم کړې.

پروشوتم پولیسو ته ویلي، چې له لیدیا پشپال سره یې دوستي وه او هغې غوښتل واده ورسره وکړي.

د نوموړي په وینا ده ځکه له واده کولو انکار وکړ، چې دواړه د بېلو مذهبونو پیروان وو او کورنۍ یې دغې خپلوۍ ته چمتو نه وې.

پولیسو ته وړاندې شوې عریضه کې ویل شوي، چې پروشوتم له دریو میاشتو راهیسې له لیدیا سره نه وه لیدلي او هغه ځکه قهریدلې وه، چې د پروشوتم لپاره د ژوند بلې ملګرې لټون روان و.

د بنګلور پولیسو یوه افسر ایم انو چهیت بي بي سي ته ویلي:

بنګلور

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پولیسو یوه لوړ پوړي افسر په خبره پر نارینه د یوې پېغلې له لوري د تیزابو شېندلو دا لومړنۍ پېښه ده

''دغه ډول پېښه مې لومړی ځل ولیده. د نورو ادارو په هکله څه نه شم ویلای، خو پولیسو سره تېرو ۱۲ کلونو کې دغه ډول پېښه نه ده ثبت شوې. ''

پولیسو ته تر اوسه د لیدیا د نیولو امر نه دی شوی، خو نوموړې باید د چهارشنبې پر ورځ محکمې ته ورشي.

بنګلور کې له ښځو سره د زور زیاتي پېښو د ډېرېدو رپوټونه دا وروستیو کې خپاره شوي دي، چې دې لړ کې د نوي کال رابره کېدو مراسمو کې د دغه ډول پېښو په تړاو شکایتونه شوي وو.