ډونلډ ټرمپ له راتلونکې تلوېزیوني مناظرې مخکې د هېلیري کلنټن ډوپېنګ ازموینې غوښتنه وکړه

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپال ګوند نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، د ډیموکرات ګوند نومانده هېلیري کلنټن له تلوېزیوني مناظرو مخکې ځواک زیږي(انرژيزا) درمل خوري.

ډونلډ ټرمپ وايي، له راتلونکې مناظرې مخکې د ده او هېلیري کلنټن د ډوپېنګ ازموینه پکار ده.

نوموړي لا د مخه په ټاکنو کې د درغلۍ او لاسوهنې تور لګولی دی.

جمهوريپال نوماند په نیو همشایر کې د خپلو پلویانو په غونډه کې د شنبې په ورځ پر هېلیري کلنټن تور ولګاوه، چې نوموړې د تېرې تلوېزیوني مناظرې په لومړیو ۳۰ دقیقو کې ډېره ځواکمنه وه، خو په وروستیو شیبو کې یې "په ډېر کاوړ خپل موټر چلولی شو".

ډونلډ ټرمپ زیاته کړه: "زما په اند موږ باید د درملو خوړلو ازموینه وکړو. په هر حال زه دغې ازموینې ور کولو ته چمتو یم".

د هغه په خبره: "موږ د لوبغاړو په څېر یو. لوبغاړي باید د درملو ازموینه ور کړي. موږ هم باید د ځواکمنوونکو درملو ازموینه ور کړو، ځکه زه نه پوهېږم چې هغه(هېلیري کلنټن) څه کوي".

ډونلډ ټرمپ په ځلونو د خپلې سیالې روغتیايي وضعیت له پوښتنې سره مخ کړی دی، خو د مېرمن کلنټن ټاکنیز مرکز وايي، چې نوموړې روغه رمټه ده.

خو هېلیري کلنټن په تېرو میاشتو کې د سږو د عفونت له امله درملنه وکړه.

که څه هم ډونلډ ټرمپ د وروستیو ادعاوو لپاره کوم ثبوت وړاندې نه کړ، خو دا څرګندونې یې په داسې مهال دي چې څو ښځو پر نوموړي د جنسي زور زیاتي تور لګولی دی.

دا ډول تورونه د هغې ویډیو له خپرېدلو وروسته راځي چې نوموړي پکې لس کاله مخکې د مېرمنو په تړاو ځیږې خبرې کړې وې.

پر دغه ویډیو له سختو نیوکو وروسته ډونلډ ټرمپ بښنه وغوښتله، خو له مېرمنو سره د جنسي زور زیاتي تورونه یې رد کړي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د امریکا د سیاسي تاریخ ستر قرباني دي او دا ډول تورونه د ده په ضد د پیل شوي پروګرام یوه برخه ده.

له دې تورونو وروسته ټاکنیزې سروې ښيي چې په څو مهمو ټاکنیزو ایالتونو کې د ټرمپ مقبولیت کم شوی دی.