|
د AEP خپرونې، دنيويارک فستيوال | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دنيويارک په نړيوال فستيوال کې د افغانستان له پاره د بي بي سي تعليميې پروژې ( BBC/ AEP ( يو د سپينوزرومډال او دوه فاينلست سرټفيکټونه وګټل. دنيويارک فستيوال دنړۍ په کچه دباور وړفستيوال دی چې هرکال دنړۍ له بيلابيلو هېوادونو نه دې فيستوال ته راډيوي، تلويزيوني،سينمايي اودهنرپه نوروډګرونوکې بيلابيل آثاروراستول کيږي. په دې فستيوال کې غوره آثاروته دسرو زرو،سپينوزرواو ژيرو مډالونه ويشل کيږي اوهغه آثار چې فاينل ته رسيږي هغوی ته فاينلست سرټفکيټونه ورکول کيږي. د٢٠٠٨ ميلادي کال کې دبي بي سي تعليمي پروژی ژوندکيسو خپرونې ( له خطره ډک سفر)، چې ليکوال يی ښاغلى محمد ظاهر شمس دى په دې فستيوال کې دسپينوزرو دمډال وګاټه . همدا رنګه ددې پروژې دو ه نورو پروګرامونود ( نوي کور،نوي ژوند) ډرامې چې ليکوال يې منصورنسيمي او نيلوفرحميدده ، او دروغتيا او ژوند خپرونې، چې ليکواله يې رشيده يزدان پناه ده ، دفاينلست سرټيفکيټونو د لاسته راوړلووياړ په نصيب شو.
ددې وياړنې په مناسبت د١٣٨٧ کال د اسددمياشتې په ١٧ نېټه دبي بي سي دتعليمي پروژې په ميلمستون کې يوه غونډه جوړه شوه. غونډه دښاغلي مصطفى حماس له خوا د عظيم الشان قرآن دڅو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه. ورپسې دبي بي سي د تعليمي پروژې دډرامواو چاپی خپرونو ايډيټورکاتب پاڅون خبرې وکړې اوددې برې له کبله يې دبي بي سي دتلعيمي پروژې ټولوکارکوونکوته مبارکي وويله. ښاغلي پاڅون وويل چې د بـي بي سي دتعليمي پروژې څوکاله پرله پسې بری او لاسه راوړنې ددې پروژې دکارمندانو او مسوولينو له خواداوريدونکو دنظريو اوريدل اودهغه په پام کې نيولو نتيجه ده. پاڅون زياته کړه چې داپروژه اوس هره مياشت ٨٠ تعليمي او تربيتي خپرونې وړاندې کوي چې ديوې ناپېيلې سروې پراساس دبي بي سي راډيودنوروراډيوګانوپه سرکې ځاى لري . وروسته دبي بي سي د تعليمي پروژې دبيارغاونې له پاره درسنيوعمومي اډيتور شفيق حکيمي خبرې وکړې اوددې وياړترلاسه کول يې دهمکارانو دګډکارنتيجه وګڼله.
ده دپروګرام جوړوونکي وهڅول چې تردې هم زيات زياروباسي څووکولاى شي په را تلو نکې کې دې ته ورته نوروفستيوالونو ته هم دپروژې خپرونې کانديداوتردې زيات برى ترلاسه کړي. ښاغلي حکيمي وويل ، دبي بي سي دتعليمي پروژې خپرونودڅوکلونو را پد يخوا دنيويارک په نړيوال فستيوال کې ونډه درلودلې ده او زياتې لاسته راوړنې لري. تېرکال هم د ژوندکيسوخپرونې ( ورانه کلا) ، چې ناجيه وحيدجوړه کړې وه ،.دنيويارک په فستيوال کې دژيړو مډال ګټلى و. دپروګرام په پاى کې دبي بي سي د تعليمي پروژې مشر احسان کمال دپروژې د کارکوو نکو دلازيات تشويق په خاطر يوه اندازه نغدې جايزې وويشلې. پروګرام دغرمنۍ په خو ړلواوکنسرت په ورکولو پاى ته ورسيد. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||