 | | | له غيرسټنډردجنس نه دانسان دژوند يو اړخ ارومرو متاثرکيږي. |
اجمل او شکيبا دلنډيو په اړه د دريڅې تر تړل کيدو وروسته لالوماماته وويل چې هغوئ پدې ورځوکې دسټنډرد نوم زيات اوري خو نه پرې پوهيږي چې څه ته وايي. لالو ماما وويل چې سټنډرد شيانومعيارې کولو ته وايي اودځوانکيانو دزياتو مالوماتو لپاره يې پدې اړه يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال وويل چې که ديو شي په جوړېدوکې دښه کيفيت لرونکو موادو کار واخيستل شي ، هغې جنس ته سټنډرد وايي. د يوه جنس دسټنډرد ټاکل دقانون له مخې ديوه هېواد دځانګړې ادارې له خواصورت مومي. هرشرکت په سټنډرد توکو خپله ځانګړې ټاپه هم وهي. داټاپه د جنس له پېرېدونکوسره مرسته کوي چې دښه کيفيت لرونکي جنس له بل سره توپير وکړي.  | | | د يوه جنس دسټنډرد ټاکل دقانون له مخې ديوه هېواد دځانګړې ادارې له خواصورت مومي. |
دښه کيفيت لرونکي جنس باندې خلک باور پيدا اوډېر دوام هم کوي اوکه چيرې کوم جنس سټنډرد نه وي جوړ شوى، له هغې نه دانسان دژوند يو اړخ ارومرو متاثرکيږي. د ساري په توګه که دارو درمل سټنډرد نه وي ، د ګټې په ځاى زيان اړوي او ان انسان دمرګ تر پولي رسوي. دسټنډرد په اړه دخبريال دمالوماتوپه ورکولو دريڅه هم وتړل شوه اولالوماما ماشومان ديوې بلې دريڅې ليدلو ته وبلل. |