 | | | دروسيې هېواد دسپوږمۍ د يوې حصې ژور والی د والنتينا ترشکووا په نامه ونوماوه. |
زهرا او حامد لالو ماما دماڼۍ مخې ته وليده چې مجله يې کتله اودماشومانوپه ځواب کې يې وويل چې دلومړنۍ فضانوردې په اړه يې لوستل. لالومامادحامد ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې لومړنۍ فضانورده يوه روسي مېرمن وه اوپدې اړه يې يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال وويل چې دنړۍ لومړنۍ فضانورده والنتينا ترشکووا نوميده چې په (١٩٣٧) کال په روسيه کې زېږېدلې ده. هغې د فضايي مهندسۍ په رشته کې دکتورا ترلاسه کړې اوپه (١٩٦٣) کال کې د واستوک په نامه فضايي بېړۍ کې فضا ته سفروکړ. ترشکووا پخپل دې سفر کې (٤٨) ځلې دځمکې ګردچاپېره وګرڅېده چې تر راستنېدو وروسته يې هغې ته داتلولۍ لقب ورکړ. همدا راز دروسيې هېواد دسپوږمۍ د يوې حصې ژور والی هم د والنتينا ترشکووا په نامه ونوماوه.  | | | ترشکوواپه (١٩٦٣) کال کې د واستوک په نامه فضايي بېړۍ کې فضا ته سفروکړ. |
ترشکووا مريخ ته دسفر هيله په زړه کې لري. دې ميرمنې په (١٩٩٧) کال کې دجنرالۍ په رتبه تقاعدوکړ. د دريڅې تر تړل کيدو وروسته لالو ماما زهرا او حامد د يوې بلې دريڅې ليدلو ته راوبلل چې دژوو په اړه وه. |