نسيمه اوفرزانه له لالوماما سره دماڼۍ به انګړکې پد اسې حال کې مخ کيږي چې دلالوپه لاس کې شته راډيو دډولۍ په اړه يوه سندره غږوي. دماڼې دالېزونوته ترننوتلو وروسته ماشومانو دډولۍ په اړه له لالوماما څخه مالومات وغوښتل،هغه ورته يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه : په دريڅه كې حامد او ليلا ديوه واده مراسم ليدل چې په يوه صندق ډوله شي باندې سره او شنه شالونه پراته وواو خلکو لېږدولو. ليلا دصندق په اړه وپوښتل،حامد هغه صندق، ډولۍ وګڼله او پدې هکله يې له سپين ږيري څخه وپوښتل. هغه وويل چې ډولۍ دناوي دوړلولپاره دکليوالو يوپخوانی رواج او ډيری وخت په هغوسيموکې ډيره دود ده چې هلته موټرې نه وي. ډولۍ له لرګۍ څخه د يوه صندق په څېرپداسې ډول جوړيږي چې دناوې سرپرې ونه لګيږي او دوه کسان يې پورته کوي.  | | | ډولۍدناوي وړلولپاره دکليوالو يوپخوانی رواج اوپه هغوسيموکې دود ده چې موټرې نه وي. |
يو بل ډول ډولۍ د زانګوپه څېر په دوو تيرانو باندې تړي او له پاسه پرې دتوت دلښتويوه ليندۍ جوړوي اوشنه اوسره شالونه ورباندې اچوي داډول ډولۍ څلور کسان لېږدوي. دسپين ږيري په خبرودريڅه وتړل شوه او لالو ماشومانوته دبلې دريڅې دليدلوبلنه ورکړه. |