BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:13 گرينويچ 2009 ,05 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې : د موسيقۍ بابا

استادسرآهنګ
استاد سرآهنګ د خپل ژوند په ترڅ کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه (٢٠) مډالونه ترلاسه کړي دي.
ميلاد او مريم لالو وليد چې د ماڼۍ د دروازې مخې ته يې سندره اورېدله . ماشومان ترسلام عليکى وروسته په ګډه له هغه سره دماڼۍ دالېزونوته ننوتل.

ميلاد سندره ډېره وستايله اودهغې دسندرغاړي يې وپوښتل. لالوهغه استاد سرآهنګ وباله اوپدې اړه يې يوه دريڅه پرانيستله.

دريڅه :

په دريڅه کې لالوماما يوتصويرماشومانوته وښود او هغه يې د استادمحمد حسين سرآهنګ تصويروباله.

لالووويل چې استادسرآهنګ په کال (١٣٠٢) کې د کابل د خرابات د خواجه خردک په کوڅه کې په يوې هنرمندې کورنۍ کې زېږېدلى و.

استاد سرآهنګ په موسيقۍ کې لومړنۍ زدکړې له خپل پلار نه او وروسته يې بيا په هند کې(١٦) کاله د استاد عاشق علي خان شاګردي وکړه .

استاد سرآهنګ د خپل ژوند په ترڅ کې له بېلابېلو هېوادونو څخه (٢٠) مډالونه ترلاسه کړي او په (١٣٣٢) کال کې يې د استادۍ لقب ترلاسه کړ.

په دې سربېره استاد بېلابېل لقبونه لکه: د موسيقۍ سرتاج، بابا، ډاکټر، پروفيسور، ماسټر، د موسيقۍ لوړ غر ، او داسې نور ترلاسه کړي دي.

استاد سرآهنګ
استادسرآهنګ په کال (١٣٠٢) کې د کابل د خرابات د خواجه خردک په کوڅه کې زېږېدلى و

استاد سرآهنګ له (٤٠٠ )څخه ډېرې غږيزې او تصويري سندرې لري چې دهېوادپه دننه اوبهرکې ډېرشمېر اورېدونکي اومينه وال لري.

استاد سرآهنګ په ١٣٦١ کال کې له دې دنيا نه سترګې پټې او د کابل په شهدای صالحين کې خاورو ته وسپارل شو .

دنياګارا ځړوبیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دنياګارا ځړوبی
انگوريوه ماڼۍ او زر دريڅې
انګور
دغزني منارونهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د غزني منارونه
طنزيوه ماڼۍ او زر دريڅې:
طنز
دنړۍ تر ټولودنګ سړیيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دنګ سړی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>