مصطفی او ماري دماڼۍ په انګړکې لالوته منتظروو خوهغه ناوخته راورسيد او ويل يې چې دبلخ ښارته تللی واوپه ګډه دماڼۍ دالېزونوته وردننه شول. مصطفی وويل چې دبلخ دښارصفتونه يې ډېر اوريدلي خو په اړه يې معلومات نه لري. لالوخپلو مېلمنوته پدې اړه يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه : په دريڅه کې خبريال بلخ دافغانستان له تاريخي ښارونوڅخه وشمېره چې تر (٥٠٠٠) کالونوډېر لرغونتوب لري. داښار دافغانستان به شمال کې موقعيت لري او ترډېره دافغانستان دشاهانو پلازمينه پاتې شوی دی. بلخ دختيز تمدن مرکز او د تاريخ په اوږدو کې د ام البلاد(دښارونومور)،بلخ بامي، هزار شهر،فخرآريا او داسې نورو نومونوياد شوی دی. ځيني تاريخ پوهان د دې ښار بنسټ ايښودونکی سترآريايي پاچا،جمشيدبولي خو ځيني بيا په دې اند دي چې د دې ښار بنسټ اېښودونکی بلخ بن لاخ و.  | | | بلخ دافغانستان به شمال کې دی او ترډېره دافغانستان دشاهانو پلازمينه پاتې شوی دی. |
بلخ د تاريخ په اوږدو کې ډېرپوهان،عارفان اوشاعران په خپله غېږ ه کې روزلي دي لکه: مولانا ،ابن سينا،رابعه بلخي ،ناصر خسروبلخي او نور. دخبريال دخبرودپای ته رسېدو سره دريڅه هم وتړل شوه او لالوماما ميلمنوته دبلې دريڅې دليدلو بلنه ورکړه. |