 | | | ناظرماه جبينې ته ډاډ ورکړ، چې پسه يې پرته له جنجال څخه له اکبرنه ترلاسه کړ. |
نسيم او ثمرګل ګلخان ته ډاډ ورکړ، چې ډرامه ښودنې ته چمتو ده، خو د سټېج بندو بس لا نه دی شوی. ګلخان سرکاري بڼ دډرامې دښودنې لپاره غوره وګاڼه اودسټيج دجوړولوپه موخه يې هلته په ټراکټورکې لرګي اونور سامان يوړ. نسيم په ډرامه کې د ډاکتر او سميع الله دپوډري رول لوباوه، خو يوه سپينه چپنه اوبل دپوډريانوجامې نه درلودې. دکوز کلي شپنو رمې دغره لمنې ته دڅرلپاره راوستې، خو ملک آدم خان دسربنددکلي ځوانان دهغوی مقابلې ته وهڅول.  | | | ملک آدم خان دسربندکلي ځوانان دکوزکلي له شپنوسره دمقابلې لپاره وهڅول. |
سمندر اکبر ته د غره د لمنې د جګړې احوال ورکړ، داچې قمبرګل هم هلته رمه بېولې وه، اکبرډېراندېښمن شو. ناظر د ا کبر کور ته ولاړ او په ډېرو زاريو يې سيرلۍ بېرته زرمينې ته وسپارله او خپل دلاندي پسه يې ترلاسه اوپه ماه جبينې يې ددې خبرې زېری وکړ. |