دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | ګلخان وړانديز وکړ، چې دايډزپه هکله دعامه پوهاوي لپاره دې دځوانانورضاکارټيم جوړ کړي. |
ناظردهوسۍ پرځای ماه جبينې ته کاغۍ ښکارکړې وه. ماه جبينې دناظرداکاردخپل ځان سپکاوی وباله، خو ګلالۍ ناظرساده انسان وباله، چې دچادسپکاوي نيت نلري. ناظرپه کوڅه کې پر يوه پښه ولاړ او پرسريې خاورې بادولې. وروسته دغره لمنې ته ولاړ او له قمبرګل نه يې دهوسۍ دڅرنګوالي وپوښتل. له بلې خواګلخان رحيم ته وړانديز وکړ، چې کليوالوته دايډزپه هکله دعامه پوهاوي په موخه دې دځوانانورضاکارټيم جوړ کړي. ګلخان له ډاکتر نه وپوښتل ،چې له کومو لارو د ځوانانو ټيم کولای شي د ايډز عامه پوهاوی ترسره کړي. رحيم خپله مېر من، عاطفه هم خبره کړه،چې د ځوانانو په مرسته د ايډز د پوهاوي کمپاين ته کار کوي.  | | | ګلالۍ ناظرساده انسان وباله، چې دچادسپکاوي نيت نلري. |
نسيم په رحيمداد زېری وکړ چې، د الله داد ليک راغلی او هغه دې له ثمرګل نه تر لاسه کړي. درحيمدادسترګې دليک دترلاسه کولو اودهغه ترپرانيستلو وروسته، په هغوپيسو ولګېدې، چې دپاکټ په منځ کې وې. |