 | | | شفيقې ګلمکۍ ته وويل، چې دعبدل دکډې تر راتلو پورې دې دهغه په کور کې څوک کېنوي. |
ناظرګمان کړی و، چې ماه جبينه به له خپلې پلارګنۍ کره تللې وي، خورحيمداد ورته د سرورخان له خولې وويل، چې هغه په اوبو پسې چينې ته تللې وه. ماه جبينه له ناظرنه مروره وه، ځکه چې د دې د ورکېدوډندوره يې نه يوازې په کلي کې، بلکې ددې ترپلارګنۍ هم رسولې وه. ناظردهغې ترمخ ټوپک کېښود، چې يادې له ده سره پخلاشي اويادې دده ژوندته دپای ټکی کېږدي. شفيقې ګلمکۍ ته وړانديز وکړ، چې د عبدل په کور کې دې په موقتي توګه يو څوک کېنوي چې له ورانېدو وساتل شي. شفيقې خبره له زلمي سره شريکه کړه، خو هغه غوره وګڼله، چې په ژمي کې دې غفار دعبدل دکور خيال وساتي.  | | | ماه جبينه ناظرته په غوصه ده، چې ولې يې دهغې دورکېدوډنډوره غږوله. |
په بابااسلم ډزې شوې وې، غفار ته اندېښنه ولوېده، چې پدې ډول دټولو کليوالو ژوندته ګواښ موجوددی. ګلمکۍ ورته سپارښتنه وکړه، چې تر دې وروسته دې دماښام له خړې مخکې دکان وتړي او ځان دې کور ته را ورسوي. |