دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | عباس پيکۍ او نورونجونو ته پخپل موټر کې پوهنتون ته درسولووعده ورکړه. |
پېکۍ او نورو نجونو پوهنتون ته دتللو لپاره کرايي موټر ته اړتيا درلودله. عباس د هغوی درسولو وعده ورکړه. بي بي له نجيبې نه ګيله منه وه ځکه چې د ګلدستې دترورزي په اړه د بي بي له راټولو کړو مالوماتو ګلدسته خبره شوې وه. پېکۍ نجيبې ته وويل چې بي بي يوه مکاره او دروغجنه ښځه ده او دګلدستې دترورزي په اړه يې دهغې راټول کړي مالومات بې بنسټه وبلل. بي بي د بې اولادۍ دستونزې دحل لپاره ډاکټر ته د قديرله تګ نه خبره شوه او دقدير دغه کار يې له شرم نه ډک وباله او دهغه دارويې په خځلو کې وغورځول. د رحمن دلاور ته پام شو چې رتبې يې تنزيل موندلی او دپوليسو دماموريت له دروازې سره دحاضري اخيستلو مسؤول ټاکل شوی دی.  | | | بي بي دقديردعقامت داروپه خځلوکې وغورځول. |
دلاور يې درتبې ټيټېدل درحمن دناسمې مشورې پايله ګڼله ، خو رحمن خپله مشوره يو وړانديز وباله چې دپرځای کولو واک يې له دلاور سره و. زبير په نيمه ورځ کې دټيکريو پلورل پرېښودل، خيمې ته راغی او سکينې ته يې ديوه چپرکټ داخيستلو وړانديز وکړ. |