دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | دسکينې ګلدوزي شوي ټيکري په ښه بيه وپلورل شواوله دې پيسويې دبانک پور هم ادا کړ. |
نوروز اوجمال دآيسکريمودکراچۍ لپاره ضمانت پيدا نه کړ. هغوی پرېکړه وکړه چې آيسکريم په بوجيو کې وپلوري. جمال اونوروزدآيسکريمو له پلورنځي نه آيسکريم په پلاستيکي کڅوړو کې وپېرودل اوبيا يې په بوجۍ کې واچول. هغوی دښارپه کوڅوکې په لوړغږآيسکريم پلورل، خو کله چې يې بوجۍ راوسپړله، ټول آيسکريم اوبه شوي وو. نجيبې پيکۍ اړه کړه چې دقابلګۍ په کورس کې خپل نوم وليکي،خو پيکۍ د درسونو زياتوالي ته اندېښمنه وه. پېکۍ نجيبې ته وويل چې که چېرې دقابله ګۍ دکورس ټول لګښت هغه په غاړه وانخلي، کورس به پرېږدي.  | | | نجيبې پيکۍ اړه کړه چې دقابلګۍ کورس ووايي. |
دلاور دلوړې څوکۍ دترلاسه کولوپه موخه هغه نوی موټر خپل آمر ته ډالۍ کړ چې رحمن ورته غوره کړی و. او له بلې خوادسکينې ګلدوزي شوي ټيکري په ښه بيه وپلورل شول او دبانک د پور د ادا کولو ترڅنګ يې دهارون لپاره هم ځنې شيان واخيستل. |