دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | دکرايې دلوړوالي له امله دبي بي دوی ګاونډيانو له سراچې څخه دوتلوهوډ کړی دی. |
دلاور،چې خپل نوي آمرته يې ميلمستياکړې وه،رحمن يې هم رابللی و. رحمن رهنما عباس ته وسپارله اوخپله دډوډۍ په نيت ووت. پېکۍ دپوهنتون ددرسونوله امله نه شوکولای چې دګلدوزۍ کورس ته ادامه ورکړي، سکينې کورس تمام وباله او ويې غوښتل چې آزموينه ورکړي. سکينې پېکۍ اوګلدستې ته دکورس دپای ته رسېدومبارکي وويله اوغوښتنه يې ترې وکړه چې په راتلونکې کې هم خپل کسب ته ادامه ورکړي. نجيبې وغوښتل چې پېکۍ سره پوهنتون ته ولاړه اودهنرونوله پوهنځي څخه يې بل پوهنځي ته تبديله کړي،خوپېکۍ جنجال ورسره وکړ. رحمن عباس ته وويل چې که چېرې يې دچاردېوالۍ په راز ونه وپوهوي، له رهنماڅخه دناوړې ګټې اخيستنې په توربه يې پوليسوته وسپاري.  |  پېکۍ دپوهنتون ددرسونوله امله دخياطۍ کورس ته دوام نشي ورکولی.  |
ګلدسته دخپل ترور دزوی لپاره دنجيبې دخواستګارۍ لپاره بي بي ته وويل، چې بي بي ددې خبرې په اورېدو حيرانتيا وښودله. دکرايې دلوړوالي له امله دبي بي دوی ګاونډيان له سراچې وتل،بي بي قديرته دنده وسپارله،چې په رهنماکې حساب ورسره تصفيه کړي. |