دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | کله چې دسکينې سترګې په زبيرولګېدې د خوښۍ احساس يې وکړ. |
نوروز دآيسکريم خوړلوپرمهال جمال ته دآيسکريم پلورلوددکان دجوړلووړانديزوکړ. جمال يې وړانديز خوښ کړ. قديردزبيرچاردېوالي له نږدې وکتله اوله عباس نه يې داسنادوپه اړه وپوښتل. عباس عرفي اسناد وروښودل. ګلدسته له قديرسره دچاردېوالۍ په اخيستلوکې همغږې وه،خودبي بي له مخالفت څخه يې وېره درلودله. قديرله رحمن څخه وغوښتل چې سراچه يې ګرو ورکړي،څوله عباس نه چارداېولي واخلي خو رحمن دعباس دنوم په اورېدوحيرانتيا وښودله. پېکۍ نجيبې ته دهغې په مرکه دښځودراتګ وويل اوترې ويې غوښتل چې دهويانه ځواب ورکړي. نجيبې له بي بي وغوښتل چې دهلک دکورنۍ په اړه ورته مالومات پيداکړي.  |  نوروزجمال ته دآيسکريم ددکان دجوړولو وړانديز وکړاوهغه ومانه.  |
له بهرڅخه ناآشناغږونوهارون و وېراوه اوسکينه له خيمې ووتله،څوګاونډيان خبرکړي،چې سترګې يې په زبيرولګېدې. سکينه دزبيرراتګ ته خوشحاله وه او هغه پيسې يې پېکۍ ته ورکړې، چې دبانک دتحويلۍ لپاره يې له نجيبې نه پورکړې وې. |