BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:01 گرينويچ 2009 ,28 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پنځلسم کال : ٤٣ مه اوونۍ
جانداد او فاطمه
جانداد اوفاطمې هوډ کړی چې دخپل علاج لپاره دبل ولايت دايدزدکنترول مرکز ته ولاړشي.
ګل محمد په پريګلې زېری وکړ چې سرورخان د غنمو ښه تخم په پور ورکوي .پريګلې ترې وغوښتل چې د سيدمحمد د غنمو د پېرېدو مخه دې ونيسي .

له سيدمحمدڅخه يې خر ورک شوی و خو وروسته مالومه شوه چې خردغوټۍ دوئ ترکارۍ ته ورننوتلی.

خر څه ترکاري خوړلی اوڅه يې هم ترپښو لاندې کړې وه.جانباز ګواښ وکړ چې د خره له خاوندڅخه به د خپلې ترکارۍ تاوان اخلي .

لعلباز په مهاجرت کې تفريح ځايونه ليدلي وو او له ګل خان څخه يې د سرکاري بڼ د بيا جوړونې له امله خوښي څرګنده کړه .

ډاکتر فاطمې ته د اېډز د کنترول مرکز ته وروسته له يوې يا دوو مياشتو د بيا ورتګ ويلي وو.

جانداد وېره درلوده چې که پخپل وخت مرکز ته ځان ونه رسوي هسې نه چې ددوی د اېډزعلاج ستونزمن شي.

سيدمحمداو پريګله
دسيدمحمددوی خردلالبازدوی پټي ته ننوتلی اودهغوی ترکاري يې خوړلې ده.

جاندادخواشينی و چې دايدز دکنترول مرکزته بل ولايت ته په اوږده سفر روان وو،ځکه چې د دوئ په ولايت کې د اېډز د کنترول مرکز نه دی جوړ شوی .

جانداد فاطمې ته وويل چې زلمي ته به خبر ورکړي څودايدزدکنترول له مرکزڅخه تر بېرته راستنېدو پورې ددوئ دکور ساتنه وکړي.

آدم خان اوګل خانپنځلسم کال
٤٢ مه اوونۍ
دبهادرشاه جنازهپنځلسم کال
٤١ مه اوونۍ
پريګله، ګل محمدپنځلسم کال
٤٠ مه اوونۍ
نوی کور، نوی ژوندپنځلسم کال
٣٩ مه اوونۍ
نسيم، ثمرګلپنځلسم کال
٣٨ مه اوونۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>