 | | | نجيبې دبرېښنا له کارکوونکوسرټکاوه چې د ميتر چک کول يې ځنډولي وو. |
جمال په خپلې بسترې اوپاتې تنخواپسې درحمان رهنماته تللی ؤخورحمان بستره ورکړه اودپاتې تنخواورکول يې بل وخت ته وځنډول. بي بي له ګلدستې نه وغوښتل چې دماخوستن ډوډۍ تياره کړي،خو هغه خواړه ورک وو،چې ګلدستې ته يې موررالېږلي وو. پيکۍ هغه دېګ ګلدستې ته راوړ ،چې تېرماخوستن ورک شوی و،ګلدسته ددېګ په ليدلو حيرانه شوه. ګلدستې له بي بي نه دهغې نجلۍ په اړه وپوښتل، چې ورک شوی دېګ يې ورته راوړی و،خوبي بي، بې خبري وښوده.  |  له ګلدستې نه هغه خواړه ورک وو،چې موريې رالېږلي وو.  |
سکينه له زبيرنه مروره وه او هغه يې ځکه دلرګيوماتولو ته پرې نښود چې له کتاب نه يې پاڼې څيرې کړې وې. زبير دشپې په تياره کې دعباس دټکسي په بانټ ناست واودلاټين په رڼا يې هغه ته لاره ښودله چې د موټرله جمپ سره له بانټه ولوېد. نجيبه د برېښنا له آمريت نه خالي لاس کورته راستنه شوه اودبرېښنا له کارکوونکويې سرټکاوه چې د ميتر چک کول يې ځنډولي وو. |