 | | | بي بي چې کله له روغتون نه کور ته د تګ په مهال د نجيبې کور وليد، ډېره خوشحاله شوه. |
سکينه او هارون په داسې حال کې له ښوونځي نه خيمې ته راغلل چې زبير پردی چرګ نيولی و او دحلالولو نيت يې درلود. بي بي ډېرناوخته روغتون ته دسترګو دعلاج او دعينکو لپاره ولاړه خو په روغتون کې د سترګو متخصص موجود نه و. کله چې يې له روغتون نه کورته دتګ په مهال د نجيبې کور وليد چې دهغې له کور سره نيږدې و، ډېره خوشحاله شوه. پېکۍ ددرس لوستلو نه زړه تورې شوې وه او نجيبه يې ملامته کړه چې هغه يې دخپلې خوښې انتخاب ته پرې نښوده . عباس، رحمان راوستلی و چې ددلاور په نامه دپيسو اخيستنې خبره سپينه کړي، خو رحمان د دلاور ترراتلو پاتې نه شو.  |  زبير دخېمې ترڅنګ پردی چرګ نيولی واوغوښتل يې حلال يې کړي.  |
عباس، دلاور ته درحمان دراوستلو وويل خو دلاور وويل چې ده ځکه جواز سير بې له پيسو ورکړچې رحمان دعباس موټر ورته خپل بللی و. نوروز او جمال له ډېرو لټولو وروسته مختار په کنډواله کې پيدا کړ. نوروز مختار وواهه اوګواښ يې وکړ چې بيا ورپسې رهنما ته ورنشي. |