د بي بي سي د تعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | عباس له رحمان نه په لوړه کچه کرايي کورغواړي. |
سکينې په خيمه کې جامې ګنډلې . زبير دپوهنې له مديريت نه راغى او هارون يې ملا مت کړ چې د ده اسناد يې بياتي کړي ځکه يې کار ونه شو. سکينې غوښتل له زبير سره دپوهنې مديريت ته دهغه اسناد يوسي خو زبير هارون ته کا غذ باد جوړ اوه. سکينې په غوصه کاغذباد څيرې کړ. عباس په ټکسي کې نجيبه دسکينې ترکوره رسوله او مستې سندرې يې غږولې خو نجيبه په نيمه لاره کې په غوصه له ټکسي ښکته شوه. عباس له رحمان نه په لوړه کچه کرايي کورغوښت خو رحمان هغه ملامتاوه چې دبي بي له سراچې نه په لومړۍ شپه تښتېدلى و. جمال له بي بي سره دسراچې دکتلو لپاره راغلى وچې ناڅاپه يې په نوروز سترګې ولګېد ې چې سراچه يې ګلکاري کوله.  | | | ګلدستې په ټلوېزيون کې دماشومانو خپرونه ليده خوبي بي د تلويزيون ساکت وويست |
جمال او نوروز له خوشالۍ په جامو کې نه ځايېدل او څو ځله يې په غېږو ستړي مشي و کړه چې بي بي هم ورته حيرانه وه . ګلدستې په ټلوېزيون کې دماشومانو خپرونه ليده خوبي بي دتلويزيون ساکت وويست او ګلد سته يې ملامته کړه چې جامې يې بايدمينځلې واى. |