BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:14 گرينويچ 2009 ,02 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
لومړى کال: اتمه اونۍ

زوړښار، نوې هيلې

زوړښار ، نوې هيلې :

نوروز له مختار سره تياره ماخستن په کنډواله کې دجمال دراتلو په تمه ناست وچې دلا ور دواړه دپوډرو او غلا په تور ونيول .

دلاور دپوليسو په ماموريت کې له نوروز نه دغلا او پوډرو په تور تحقيق کاوه خو نوروز ځان بې ګناه باله .

نوروز جومات کې ويده وچې له جومات نه شطرنجۍ غلاشوه ، خلکو هغه دغلاپه تورونيوخو عباس خوشى کړ ځکه چې ټکسي يې ورسره ټېله کړى و.

زبير خيمې ته کوکرى راوستلى و،چې دهارون پښه يې خوړلې وه، سکينې زبيرته ښېرې کولې او کوکرى يې له خيمې وشاړه .

سکينې هارون دپښې دعلاج لپاره شفاخانې ته بېولى و، نجيبې، ډاکټرې ، ورته لابرا تو اري معاينه او دلېوني سپي واکسين ضرور وبلل.

دپانسمان وسايل
سکينې هارون دپښې دعلاج لپاره شفاخانې ته بېولى و.

عباس له رحمان نه دکرايي کور دقرارداد پيسې غوښتې خو رحمان ورته وويل چې دبي بي سراچه يې خرابه کړې، دهغې تاوان دې ورکړي.

جمال له رحمان نه په رهنما کې داوسېدو اجازه غوښته خو رحمان دبې پروايۍ په وجه پرې باور نه درلود.

ګلدستې دبي بي خوږ پښه ، چې له زينې راغورځېدلې وه،په ګرمه خښته دټکورپرمهال وسوځوله ،بي بي، ګلدسته په جادوګرۍ تورنه کړه.

زوړښارلومړى کال
اوومه اونۍ
زوړښارزوړښار، نوې هيلې
راډيوي ډرامه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>