|
لومړى کال : اوومه اونۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زوړښار، نوې هيلې نوروز،٢٠ کلن ځوان، چې نوی له کلي ښار ته راغلی و، دموټروپه بيروبارکې جمال پسې سرګردانه ګرځېده. دلاور، پوليس،عباس ته په غوصه و چې ټکسي يې له بيروبار نه په ډک سړک خراب شوی و. نوروز ورسره موټر ټېله کړ او عباس وعده ورکړه چې جمال به ورته راولي. نوروز تر ما ښا مه جمال ته منتظر وچې پوليس دغله په نوم ونيو. سکينه، چې نوې له مهاجرت نه راستنه شوې، له خپل ىتىم زوی، هارون سره دعباس ټکسي ودراوه چې د مرستې مواد دکډوالو تر خېمو ورسره ولېږدوي. عباس دخامه سړک او اوږدې لارې له امله دهغوی سره مرسته ونه کړه،سکينې او هارون په سختۍ بوجۍ خېمې ته دننه کړه. په خېمه کې ،زبير ،دسکينې ورور، ويده و. زبير، هارون په څپېړه وواهه چې د هغه مړز يې خوشی کړی و خوسکينې زبير په بې ځايه کارونو ملامت کړ.
رحمان، چې رهنماى معاملات لري، خپل شاګرد، جمال، ته په غوصه و چې په خبرو د نه پو هېدوله امله يې مشتري له لاسه ورکړ. بي بي، بوډۍ، له رحمان نه وغوښتل چې ړنګې سراچې ته يې کوم کرايکښ پيدا کړي خو رحمان وويل چې لومړی دې سراچه ترميم کړي. ګلدستې، دبي بي نږور، د سراچې ترميم خپل کار نه باله. بي بي غوښتل چې داکار پخپله وکړي خوله زينې د کوزېدو په مهال راوغورځېده. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||