دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | ډاکترې نجيبې، بي بي ته وويل چې په راتلونکې کې په چټله ټوټه زخم ونه تړي. |
بي بي په ګلدستې د ورکې ګوتې دغلا ګومان کړى و او د هغې المارۍ يې لټوله خو ګلدستې دبي بي تور رد کړ. بي بي دکوڅې په کثافاتو کې خپله ګوته لټوله چې په لاس کې يې شېشه ننوتله . هغې له کثافاتويوه ټوټه راپورته اوخپله ګوته يې پرې وتړله. بي بي، ډاکترې نجيبې ته ورغله او هغې يې له ګوتې يوه شېشه وايسته،خو بي بي ته يې وويل چې په راتلونکې کې په چټله ټوټه زخم ونه تړي . عباس دجوازسير دنه لرلو له امله په خامه کوڅو کې ټکسي چلاوه خو رحمان ورته وويل چې له دلاورنه به جواز سيربېرته واخلي. عباس بيا هم دخامو کوڅو له لارې بي بي ترکوره رسوله خو په لاره کې يې بريک کار پرېـښود او ټکسي يې له دېوال سره ټکر کړ.  | | | پېکۍ وارخطا وه چې له خياطې نه راوړې جامې به يې دخور، نجيبې ،خوښې نه شي . |
پېکۍ وارخطا وه چې له خياطې نه راوړې جامې به يې دخور، نجيبې ،خوښې نه شي خو هغې جامې له اندازې زياتې خوښې کړې . نجيبه له پېکۍ سره دخپلو جامو دګنډلو لپاره دخياطې خيمې ته ورغلې وه چې بالاخره خياطه دنجيبې ملګرې ،سکينه، وخته . |