 | | | بي بي چې کله په خوړو کې ډېره مالګه وڅکله، غاب يې په دېوال وويشت . |
سکينې، هارون په ښوونځي کې شامل کړ او بيګ يې ورته راووړ خو زبير ښوونځی بې ګټې وباله. پېکۍ له سکينې سره د هارون دوی دښوونځي تر څنګ مخ شوه او سکينې ته يې داوبد ليو ټوکريو لپاره دمشتري دپيدا کولو وويل. ګلدستې، بي بي ته دنهارې له دوانه مخکې ډوډۍ راوړه،خوبي بي چې کله په خوړو کې ډېره مالګه وڅکله، غاب يې په دېوال وويشت . بي بي په کوټه کې په نانځکه د لمسيانومينه ماتوله،ګلدستې پرې وخندل خو بي بي هغې ته دبې اولادۍ پېغور ورکړ. نوروز په يوه ګوښه کې منتظرؤ چې درحمان له تګ نه وروسته رهنماته ولاړشي،مختار را غی اونوروزترې تښتېده خوهغه يې داوسېدوځای په نښه کړ.  | | | بي بي په نانځکه د لمسيانومينه ماتوله،ګلدستې پرې وخندل خو بي بي دبې اولادۍ پېغور ورکړ. |
دلاوردعباس موټرپدې جرم ودراوه چې دڅراغونوپه ځای يې لاټين لګولی و،دتالاشۍ په مهال په ډاله کې پراته سړي دواړه حيران کړل. مختار، چې دعباس دټکسي په ډاله کې يې ځان بې هوښه اچولى و ، هغه وخت په چيغو دپوليسو له ماموريت نه ووت چې عباس اوبه پرې وشيندلې. مختار رهنما ته ورغى او رحمان ته يې ځان دنوروز او جمال دپرې ملګرى وروپېژاند خو رحمان له مختار پوډري سره دجمال په ملګرتيا حيران شو . |