BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:03 گرينويچ 2007 ,09 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښارغږ: ستنيدنه

کډوال د ستنېدو پر مهال
په تيرو څو کلونوکې په سلګونو زره افغانان له بهر نيو هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستانه شويدي چې دا لړی اوس هم دپاکستان له هېواد څخه دوام لري.

څه موده وړاندې د پاکستان حکومت لخوا په هغه هيواد کې (٢) ميلونه، يوسلو (٦٠٠٠٠ ) زره ميشتو افغانانو ته د UNHCR په مرسته ( POR ) يا د ثبتوني نوې کارتونه ورکړل شول ترڅو ورسره دغه ميشت افغانان ثبت اورا جستر وي.

خودپاکستان دکراچۍ له ښار څخه د عبدالشکور په نوم يوتن افغان کډوال په خپل پيغام کې پوښتلي.

زه غواړم خپل هپواديعنې دکندز ښارته له خپلې کورنۍ سره ستون شم دغه دستيندنې لړۍ به له کومه ځايه پيلوم ترڅو لاري له امتيازاتوڅخه برخه مندشم؟

په کابل کې کډوالو لپاره دملګروملتونودعالې کميشنرۍ (UNHCR) دفتر د ډليزو رسنيوو او دراستنيدنې لمړۍ مرستيال ښاغلی بريالی بارکزی وايي:

مونږ له پاکستان نه دستنيدنې دوه مرکزونه لرو چې يو په پيښور حيات اباد کې دی او بل د کويټې ښار په بللي سيمه کې افغانان د راستنيدني پر مهال کولاي شي چې زمونږ مرکزونو ته لاړ شي.

يو تن ستنيدونکی
د UN لخوا هر نفر ته 83 ډالره او دترانسپورت پيسې 10 نه تر 23 پورې ورکول کيږي

هلته زمونږ کار کونکي کارت ورځنې اخلې او په يو کنج کې يې سوری کوي وروسته لدې يې دسترګو د کسي عکس اخستل کيږي .

بيا V R F يا دخپلې خوښي د ستنيدني فورمه ورکول کيږي او کله چې خپل هېواد ته راوړي.

مونږ په افغانستان کې دننه پنځه د مرستو مرکزونونه لرو ننګرهار مهمندره، کندهار داما ن، پکتيا ګرديز اوخوست ښار کې چې له دوې سره نغدي مرستي کيږي.

د هر نفر په سر د بيرته ميشتيدني 83 ډالره او دترانسپورت پيسې 10 نه تر 23 پورې ورکول کيږي.

دوی يواځې له يو مرکزنه کولای شي چې دامرستې ترلاسه کړي او پدې مرکزونوکې د نورو صحي او حقوقي مرستوپه اړه هم معلو مات ورکول کيږي .

دی زياتوي هر افغان چې د VRF يا د خپلې خو ښې د ستنيدنې فورمه تر لاسه کړه بايد په يوه اونۍ کې خپل هېواد ته ستون شي.

 هر افغان چې د VRF يا د خپلې خوښې د ستنيدنې فورمه تر لاسه کړه بايد په يوه اونۍ کې خپل هېواد ته ستون شي
بريالی بارکزی
همدارنګه دپاکستان دګجرانواله څخه بل افغان کډوال په خپل تيلفوني پيغام کې پوښتلي دي:

زه دلته د تراکتور ماشين لرم داڅنګه له ځان سره افغانستان ته يوسم دپاکستان دولت به ماته زماله کډې سره تراکتور ته د پرېښودو اجازه راکړي کنه؟ ځکه چې دغه زما دکار يوه وسيله ده.

ښاغلی بارکزي وايي: کله چې مهاجر داسې ماشيونونه، لکه تراکتور له ځان سره افغانستان ته وړي بايد له افغان کمشنرۍ نه اجازه واخلي او دشخصي وسايلولپاره هغوی اجازه ورکوي او ددوي د کورنۍ په سامان نه ټکس شته اونه ماليه

له تاجکستان څخه هم يو افغان په خپل پيغام کې پوښتلي چې دوی له تاجکستان نه دستنېدنې لړۍ څنګه پيل کړي؟

ستنيدونکي
له پاکستان نه ستنېدونکي د ستنېدنې پر مهال

ښاغلې بارکزي وايي چې په هغه هېواد کي به د UNHCR دفتر ته لاړ شي او دستنيدنې فورمه به ترلاسه کړي که دځمکې له لارې راځي نو په کندز کې به مونږ نغده مرسته ورکوو.

که د هوا له لارې په طياره کې راځي نو هغه لګښت هماغه هېواد ورکوي، د پخوا په څير خوراکي توکي نه ورکول کيږي، يواځي نغدې مرستې تر لاسه کولاې شي.

د آيساف ځواکونهد ښار غږ
آيساف
دښار غږد ښار غږ
د افغانستان په ښارونو کې څه تېريږي؟
ژوند او زده کړه ژوند او زده کړه
د ګټورو او عملي تجربو شريکول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>