BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: ىونىسف

د ىونىسف دبىرغ نښان
ىونىسف ټول هغه کارونه چې د مور او ماشوم د ژوند د ښه والي لپاره ضروري وي تر سره کوې
يونيسف د څو انګليسي کليمو لنډون دی چې، د ماشومانو د نړيوال صندوق ادارې، مانا لري .

دا اداره د ماشومانو لپاره د ملګر و ملتونو مالي اداره ده چې، په ١٩٤٦م کال کې رامنځ ته شوېده.

د ملګروملتونو اداره دنده لري چې،د هېوادونو تر منځ دوستانه اړيکې ټينګې او د ڼړيوالو ستونزو په هوارۍ کې ورسره مرسته وکړي .

يونيسف د ٤١ هېوادونو له استازو جوړه شوى چې د ملګرو ملتونو د اقتصادي او ټولنيزې شورا په وړانديز او د عمومي غونډې په تصويب رامنخ ته شو.

ددې ادارې مرکز ي دفتر يې په نيويارک ښار کې دى او په نورو هيوادونو کې هم فرعي دفترونه لري.

يونيسف په ځانګړي ډول د ماشومانو ځينو ستونزو ته لومړيتوب ورکوي.

لکه ماشومان له تاوتريخوالي څخه ژغورل ، د زدکړو په برخه کې مرسته او د ايډز په اړه ماشومانو ته معلومات او پوهاوی ورکول .

 ديونيسف اداره خپل لګښت د خلکو له اعانې اودځينو بډای هېوادونه له مرستو څخه پوره کوي

ددې تر څنګ ټول هغه کارونه چې د مور او ماشوم د ژوند د ښه والي لپاره ضروري او لازمي وي.

د يونيسف دغه لومړيتوبونه د ماشومانو د اړتياوو پر بنسټ ټاکل شوي دي.

ديونيسف اداره خپل بيرغ لري چې، د مور ، ماشوم او نړۍ رسم ور باندي کښل شوی دی.

همدارنګه د نړۍ د انځور دواړو خواوو ته د غنمو دوه وږي هم رسم شوي ، چې دا د يونيسف لوګو يا نښان ګڼل کيږي .

دا نښان دا معنی لري چې، يو نيسف په نړۍ کې د مور او ماشوم لپاره کار کوي .

او د غنمو د وږو مفهوم دادی چې يونيسف د دغو ټاکلو هدفونو د لاس ته راوړلولپاره ټولي نړۍ لاسونه سره ورکړي دي .

ديونيسف اداره خپل مصارف يا لګښت د خلکو له اعانې يا مرستو څخه پوره کوي ، همدارنګه ځينې بډای هېوادونه هم له يونيسف سره مرسته کوي .

دا اداره په دغو هيوادونو کې ملي کميسيو نونه لري چې، د ځان لپاره پيسې راغونډوي.

ژوند او زده کړه ژوند او زده کړه
د ګټورو او عملي تجربو شريکول
دښار غږد ښار غږ
د افغانستان په ښارونو کې څه تېريږي؟
د ابادۍ غږ د ابادۍ غږ
په موضوعگانو گټور بحثونه
روغتيا او ژوندروغتيا او ژوند
د ښځو او ماشومانو ناروغيو گټور معلومات
د ولس خبرېد ولس خبرې
په ساده ژبه اقتصادي او سياسي موضوعگانې
ورسره تړلي نور خبرونه
روغتيا او ژوند
25 مارچ, 2007 | ژوند او زده کړه
د ابادۍ غږ
25 مارچ, 2007 | ژوند او زده کړه
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>