"جونو" سپوږمکۍ مشتري سیارې ته نژدې شوې ده

"ناسا" اټکل کوي چې "جونو" به تر راتلونکو څو ورځو پورې د مشتري سیارې په انځورونو استولو وتوانېږي.

د عکس سرچینه، NASAJPLCALTECHSWRIMSSS

د عکس تشریح، "ناسا" اټکل کوي چې "جونو" به تر راتلونکو څو ورځو پورې د مشتري سیارې په انځورونو استولو وتوانېږي.

د جونو په نامه د امریکا د متحدو ایالتونو د فضايي څېړنو ادارې "ناسا" یوه پلټونکې فضايي مصنوعي سپوږمکۍ چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په لمریز نظام کې سفر کوي، مشتري سیارې ته نژدې شوې ده. دا سپوږمکۍ په تېر جولای کې وتوغول شوه.

"جونو" وکړای شو، چې د شنبې په ورځ د مشتري سیارې له ورېځو ډکه فضا کې ۴۲۰۰ کیلومتره واټن ووهي.

وړاندې هېڅ کومه سپوږمکۍ پخپل ماموریت کې د مشتري دومره نژدې واټن ته نه وه رسېدلې.

د یوې لویې سیارې د څرک معلومولو لپاره د "جونو" سپوږمکۍ ټولې وسیلې او کامرې فعالې شوې.

"ناسا" اټکل کوي چې "جونو" به تر راتلونکو څو ورځو پورې د مشتري سیارې په انځورونو استولو وتوانېږي. وړاندوېینه دا ده چې دا ځل به د مشتري د ورېځو تر ټولو غوره انځورونه واخیستل شي.

وړاندې نورو سپوږمکیو هم د مشتري انځورونه اخیستي وو، خو د جونو انځورونه به تر ټولو د لوړ کیفیت لرونکي وي

د عکس سرچینه، NASAJPLSPACE SCIENCE INSTITUTE

د عکس تشریح، وړاندې نورو سپوږمکیو هم د مشتري انځورونه اخیستي وو، خو د جونو انځورونه به تر ټولو د لوړ کیفیت لرونکي وي

مشتري ته د "جونو" د نژدې کېدو شېبه د ګرینویچ پر وخت ۱۲:۵۱ بجې ښودل شوې.

"جونو" د جولای پر پنځمه د مشتري د جاذبې سیمې ته له ځمکې نه تر پنځه کلن سفر او ۲٫۸ میلیارد کیلومتره واټن وهلو وروسته ورسېده.

د "جونو" د دغه ماموریت هدف د شمسي نظام د پټو رازونو سپړل دي.

له لیرې به هلته د فضايي بېړۍ په مټ د مشتري ګڼ پوړونه، جوړښت، د تودوخې درجه، خوځښت او نورې ځانګړنې په ګوته کوي.

جونو د جولای پر ۵ مشتري ته ورسېده

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، جونو د جولای پر ۵ مشتري ته ورسېده
  • مشتري د ځمکې په پرتله ۱۱ برابره پراخه او۳۰۰ ځلې ستره ده
  • مشتري د ۱۲ ځمکنیو کلونو په ترڅ کې یوځل د لمر پرشاوخوا راڅرخي، یوه ورځ يې ۱۰ ساعته کېږي
  • د جوړښت له پلوه د یوه ستوري په شان ده، چې زیاتره له هایډروجن او هیلیوم غازونو جوړه شوې ده
  • ترفشارلاندې، هایډروجن د برېښنا لېږدوونکې مایع باندې بدلېږي
  • کیدای شي همدا ’میتالیک هایډروجن’ د مقناطیسي ساحې سرچینه ويد مشتري پرشاخوا زیاتره وریځې چې لیدل کیږي امونیا او هایډروجن سلفایډ لري
  • هغه ''پټۍ'' یا لیکې چې د مشتري پرمخ لیدل کيږي له ختیځه د لوېدیځ پرلور چلېدونکو پیاوړو بادونوله امله پیدا کېږي
  • د مشتري پرمخ سترسور داغ په حقیقت کې یوسترڅرخېدونکی توپان دی چې د ځمکې د کرې په پرتله دوه واره پراخ دی.