د حساب فارمولې له امله الوتنه ځنډېدلې

د عکس سرچینه، SPL
يو ايټالوی اقتصاد پوه وايي، هغه مهال له ستونزې سره مخ شو چې کله په الوتکه کې سپور او د حساب يوه پوښتنه يې حل کوله. د ده تر څنګ ناسته مېرمن د دغه کار له امله پرې شکمنه شوې او د الوتکې کارکوونکو ته يې خبر ورکړي و.
ګوريډو مينزيو له دغې پېښې وروسته له الوتکې راښکته کړل شوی او امنيتي کسانو تر پوښتنې او ګروېږنې کړې دي.
نوموړي امنيتي کارکوونکو ته ښودلي چې څه يې کول، چې وروسته بيا په الوتکه کې د سپرېدو اجازه ورکړل شوه، خو له دې امله الوتنه د دو ساعتونو لپاره ځنډول شوې وه.
ګوريډو مينزيو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي چې، له الوتکې د ده له ايستلو پيلوټ "ناخوښ او د شرم احساس يې کاوه".
نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي دغه تجربه د "نه منلو او خندونکې" وه. مينزيو د پنسلوانيا پوهنتون کې پروفيسر دی او د يوه لېکچر لپاره د کاناډا انټريو ته روان و.
له الوتنې وړاندې د دغه کس تر څنګ ناستې مېرمنې، د الوتکې يوې کارکوونکې ته پر کاغذ ليکي پيغام ورکړی، نوموړې لومړی ويلي وو چې ناورغه ده خو وروسته يې د منيزيو په اړه اړه د الوتکې کارکوونکو ته خبر ورکړی و.
ښاغلی مينزيو پر خپله فېسبوک پاڼه ليکي: "دا لږ خندونکې او لږ خواشينونکې وه، زما تر څنګ ناستې مېرمنې لومړی ما ته وکتل او بيا يې د حساب فارمولې ته او پرېکړه يې وکړه چې دې کې ستونزه ده، او له دې امله الوتنه وځنډول شوه"
نوموړي يوه امريکايي خبري اژانس ته ويلي، د الوتکې کارکوونکې تر دې وړاندې چې د الوتکې د ځنډ پرېکړه وکړي لومړی بايد خپل معلومات بشپړ کړي.
مينزيو ويلي، چې "د دا ډول معلوماتو له امله ډېرې ستونزې رامخې ته کېدای شي، په ځانګړې توګه د بهرنيو وګړو پر ضد کرکه".








