جرمني کې د کډوالو پر پلوي سیاستوالې برید شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د جرمني کولون ښار کې د کډوالو یوه مخالف سړي، د ښاروالي لباره یوه مخکښه کاندیده د چاړې په وسیله ټپي کړې ده.
سیاستواله هنغیت ریکر د خپلواکې کاندېدې په توګه د ښاروالۍ ټاکنو کې برخه اخلي، چې د لومړۍ وزیرې انګلا ميرکل د واکمن سي ډي یو ګوند ملاتړ هم ورسره دی.
پولیس وايي بریدګر د کډوالو لپاره د جرمن پالیسي مخالف دی او وايي هغه دهنغیت ریکر پر غاړې د چاړې برید وکړ، چې پایله کې هغه ټپي شوه.
پولیس وايي برید کې له ۵۸ کلنې هنغیتر سره سره درې نور کسان هم ټپیان شوي دي، خو وايي د هغې روغتیايي حالت ښه دی.
پولیسو ۴۴ کلن برید ګر نیولی، چې جرمن دی او د کولون ښار اوسیدونکی دی.
د پېښې څېړونکی لوړ پوړی پولیس افسر نوبت ویګنر وايي، برید ګر د کډوالو په تړاو د جرمن حکومت له پالیسي سره مخالف دی او وايي له همدې کبله یې پر مېرمن هنغیت ریکربرید کړی.
پولیس وايي دا د نوموړي شخصي کړنه ده او له دې مخکې یې د کوم جرم په اړه له دوی سره ریکارډ نه شته.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل یوه ویاند په خبره لومړۍ وزیرې د پېښې په اړه سخته خواشیني څرګنده کړې.
اروپا دا وروستیو کې د کډوالو له بحران سره مخامخ ده، چې بهیر کې یې ګڼ کډوال او پناه غوښتونکي اروپا ته ځي.
کډوالو کې ډېری شمېر د سوریې اوسیدونکو دی، چې د جګړو او بې وزلۍ له کبله خپل ټاټوبی پرېږدي.
د یوه اټکل له مخې ویل شوي دي، چې سږ کال به تر ۱۵ لکو پورې کډوال او پناغوښتونکي جرمني ته د رسیدو هڅه وکړي.
جرمني کې د کډوالو په تړاو د نرمښت له کبله د کډوالو پر کمپونو یو شمېر بریدونه شوي دي.
جرمني چارواکي وايي پر هغو کمپونو چې د کډوالو سرپناه په توګه چمتو شوي دي د سږ کال اوږدو کې تر ۵۰۰ پورې بریدونه شوي دي، چې وايي د ۲۰۱۴ کال پرتله دغه بریدونه درې ځله ډېر دي.
د جرمني کورنیو چارو وزیر تامس میزئیر وايي له دریو نه دوې برخې دغه بریدونه ځايي اوسیدونکو کړي، چې وايي کوم مخکینی جرمي ریکارډ نه لري.








