اسلامي اورپکو امریکایی خبریال وژلی

د عکس سرچینه، Reuters
امریکایي چارواکي وایي، د هغه ویډيو رښتینوالی معلوموي چې د اسلامي دولت د اورپکو له خوا د امریکایي خبریال ستیون سوتلوف سر غوڅول ښيي.
په ویډیو کې یو سړی ښوول کېږي چې اوربوز یې تړلی او چاړه په لاس د ښاغلي سوتلوف تر څنګ ولاړ دی.
جهادیانو همدا شان د برتانوي یرغمل شوي د وژنې ګواښ کړی او هېوادونو ته یې خبرداری ورکړی چې د داعېش پر ضد اتحاد پای ته ورسوي.
ښاغلی سوتلوف تېرکال په سوریه کې وتښتول شو او په هغه ویډیو کې ښوول شوی چې تېره میاشت د امریکایي خبریال جېمس فولې سرغوڅونه پکې ثبت شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، که د فلم رښتینوالی ثابت شي نو دا به هېښوونکی وي.
په واشنګټن کې د بي بي سي خبریال وایي د اورپکو له خوا د دویم امریکایی خبریال سر غوڅونه به پر ولسمشر اوباما فشار زیات کړي چې په سوریه کې د داعېش پر ډلې بریدونه وکړي چې نوموړي دې کار ته زړه نه ښه کاوه.
د برتانیې لومړي وزیر دېوېد کامېرون دغه عمل غندلی او هغه یې یو ظالمانه او کرکجن عمل بللی دی.
امریکایی فلم جوړونکی ماتیو وان دایک د ستیون سوتلوف ملګری دی.
نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د ده ملګری د دې لپاره سوریې ته تللی و چې نړۍ ته د سوریې د شخړې په اړه خبرونه ورسوي.
"دی بیخي بیګناه و، هغه د دې لپاره هلته و چې یوازې رپوټ ورکړي او په دې شخړه کې د چا پر خوا نه و. ده د امریکا له تګلارې سره هېڅ تړاو نه لاره.
هغه یوازې د دې لپاره تللی و چې د پېښو خبرونه ورکړي او بس.
دی مسلکي خبریال و او له ده سره باید داسې نه وای پېښ شوي.
دی بې طرفه و او خپل ژوند یې له لا سه ورکړ. داسې باید نه وای شوي او هغه نه وای وژل شوای".
په ملګرو ملتونو کې د نا ټو پخوانی سفیر نیکولاس برنس وایي، له یرغل نیوونکو سره د خبرو اترو په اړه باید نړیوال همغږی غبرګون وي.
"ناټو باید د دې تګلارې په اړه چې هېوادونه یرغمل نیونکو ته پیسې ورکړي او کنه، په روښان ډول کتنه وکړي.
دا د پوهېدو وړ ده چې د قربانیانو کورنۍ د هغو د ا زادولو لپاره هرڅه کولو ته چمتو دي.
خو هېوادونه په ځانګړې توګه ځینې اروپايي هېوادونه چې یرغمل ګرو ته پیسې ورکوي، د امریکا او برتانیې لپاره ځوروونکې ده ځکه دوی دا کار نه کوي.
دا د یرغملانو ژوند ته لوی خطر پېښوي او په ښکاره یرغمل نیونه هڅوي".
سپپينه ما ڼۍ وایي ولسمشر اوباما په بغداد کې د خپلو دیپلوماتانو دخوندیتوب په موخه نور ۳۵۰ سرتېري هلته استولي دي.








