اوباما: د فولي ويډیو ټولې نړۍ ته ټکان ورکړی
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي چې د امریکایي خبریال جیمز فولي د سر غوڅولو پېښه "د تاوتریخوالي یو عمل دی چې د ټولې نړې وجدان ته یې ټکان ورکړی".
ښاغلي اوباما وویل چې د اسلامي دولت، هغه ډله چې د فولي د وژنې ویډیو یې خپره کړې، ایډیالوژي یواځې پاتې کېدونکې ده او په پای کې به ناکامه شي.
د اسلامي دولت ډلې ویلي چې فولي یې په عراق کې د دوی پر جنګیالیو د امریکا د هوايي بریدونو په غچ کې وژلی دی.
امریکا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو د ویډیو پر وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې ده.
د فولي مور ډیان ویلي ''هغه خپل ژوند له دې کبله قرباني کړ، چې نړۍ ته د سوري وګړو ناخوالې انځور کړي''.
جیمز فولي په ۲۰۱۲ کال سوریه کې تري تم شوی و.

د عکس سرچینه، BBC World Service
واشنګټن وايي، پر انټرنېټ د خپرې شوې وېډیو د رښتینولۍ په اړه پلټنه کوي.
سپینې ماڼۍ ویلي، امریکايي استخبارات اوس د وېډیو د ریښتینوالي په اړه کار کوي، که چېرې رښتیا وخېژي، نو د امریکا متحده ایالتونه به "په وحشیانه توګه ددغه بې ګناه امریکايي خبریال د وژل کېدو په اړه ګام واخلي".
د خبریال فولي کورنۍ پر فېسبوک لیکلي "پوهېږو چې زیاتره خلک په دې اړه پوښتنې کوي. هیله لرو چې صبر وکړئ چې نور معلومات ترلاسه کړو، او فولي ته دعاګانې وکړئ".
په خپره شوې وېډیو کې چې د "امریکا ته پیغام" نوم ورکړل شوی، د "اسلامي دولت" یو جنګیالی راڅرګندېږي او وايي چې دا جیمز فولي دی او شاوخوا یې مخ پټي وسله وال ولاړ دي.
فولي له تېرو پنځو کلونو راهیسې په منځني ختيځ کې خبریالي کوله، چې د ۲۰۱۲ کال د نومبر پر ۲۲ ناپېژاندو وسلوالو وتښتاوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د امریکا متحدو ایالتونو په عراق کې د حکومتي ځواکونو د همکارۍ په موخه د "اسلامي دولت" پر ځینو مرکزونو بمبارۍ وکړې.
په خپره شوې وېډیو کې فولي په نارنجي کالیو کې په ګونډو ناست راڅرګندېږي، چې غالباً یوه لیرې صحرا به وي.
په وېډیو کې یو بل کس هم ښکاري، چې وسله وال یې امریکایی خبریال بولي.
ددغې ډلې ملاتړي سخت دریځي جنګیالي دي، چې وړاندې یې د امریکايي وګړو په نښه کولو ګواښ هم کړی و.
دغې ډلې ویلي وو، چې "ټول امریکایان به په وینو کې ډوب کړو".
دغه ډله د عراق په شمال کې او د سوریې په ختیځ کې د ډېرو خلکو په وژلو تورنه ده.
په عراق کې د دغې ډلې له راپیدا کېدا او د ناامنیو له کبله نژدې نیم میلیون او شل زره وګړي بې ځایه شوي دي.








