حافظ سعید د امریکا نوي بندیزونه غندلي

د عکس سرچینه، AP
د پاکستان د یوې مرستندویه موسسې مشر چې امریکا او هند پرې د ممبئ ښار د ۲۰۰۸ کال د بریدونو د طرح کولو تور لګولې پر خپل ځان د امریکا له خوا نوي لګول شوي بندیزونوغندلي.
حافظ سعید بی بی سی ته ویلي امریکا د ده پر موسسې (جماعت الدعوه) په افغانستان کې د هند د ملاتړ لاسته راوړلو په موخه بندیزونه لګولي دي.
امریکا ویلي چې جماعت الدعوه په اصل کې د لشکر طیبه اورپکې ډلې یوه برخه ده او دوی د ښاغلي سعید د نیولو لپاره د لس میلیون ډالرو جایزې اعلان هم کړی.
د ممبئ په برید کې ۱۶۶ کسان وژل شوي وو.
د هند په دغه لوېديځ ښار کې د درې ورځني برید وروسته د هند او پاکستان اړېکې ډېرې ترینګلې شوې وې.
پروپاګند
د بی بی سی اڼدریو نارت سره د پاکستان په لاهور ښار کې د خبرو پر مهال ښاغلي سعید وویل امریکا د ده اداره یواځې د هند د خوشحالولو لپاره په نښه کړې.
نوموړي وویل
"امریکا تل د هند په وینا پریکړې کوي. اوس دوی دغه نوی بندیز ځکه لګوي چې په افغانستان کې د هند مرستې ته اړتېا لري"
هغه وویل ما د ممبې په بریدونو کې هیڅ رول نه درلود او د پاکستان عدلیې هم ویلي چې په دې اړه د هند ورکړل شوي شواهد یواځې پروپاګند و.
تیره اونۍ امریکا اعلان وکړ چې جماعت الدعوه یو بهرنی ترهګر سازمان دی چې دې سره به په امریکا کې د دغه سازمان ټولې شتمنۍ کنګل شي.
هند او امریکا وایي په دغه بریدونو کې د پاکستان حکومت په مرسته د ښاغلي سعید د لاس لرلو په اړه پراخ شواهد لري.
هند په وار وار دا غوښتنه کړی چې ښاغلی سعید دې دوی ته د محاکمې لپاره وسپارل شي.
د بي بي سي خبریال وایي له دې هر څه سره سره بیا هم ښاغلی سعید د پاکستان په لاهور ښار کې په آزاد ډول ژوند کوي او څرګنده ده چې پاکستان کې د خپلې نیونې په اړه ویره نه لري.
خو هغه زیاتوي چې د پاکستان او هند تر منځ د اړیکو د ښه کېدو فرصت به تر هغه مهاله لږ وي چې ښاغلی سعید آزاد ګرځي.








