امریکا پر ۱۸ کسانو بندیزونه ولګول

د سپينې مانۍ وياند جې کارني وايي د بشري حقونو د موضوع پر سر امريکا او روسيه اختلافونه لري.
د عکس تشریح، د سپينې مانۍ وياند جې کارني وايي د بشري حقونو د موضوع پر سر امريکا او روسيه اختلافونه لري.

امریکا د روسیې، اوکرایین، آذربایجان او ازبکستان پر ۱۸ وګړو چې واشنګټن فکر کوي د بشر ضد جرمونه يې کړې دي، بندیزونه لګولي.

دغه اقدام د هغې لایحې له مخې اخیستل کېږي چې په تېر دسمبر میاشت کې ولسمشر اوباما د بشري حقونو د یوه روسي فعال د مړینې په ځواب کې د قانون په توګه لاسلیک کړه.

د روسيې د يو شمېر جګپوړو چارواکو په نښه کول به د روسيې او واشنګتن تر منځ اختلاف نور هم زيات کړي او هغه کسان چې نومونه يې د بنديزونو په لست کې راځي امريکا ته د ورتګ اجازه و نه لري.

د امريکا د ماليې وزرات به د دغه کسانو شتمنۍ کنګل کړي او امريکايان به و نه شي کړاى چې له دغو کسانو سره سوداګريزي معاملې وکړي.

دا اقدام د هغه قانون ترمخه شونى دى چې د مګنڅکي په نوم يادېږي.

مګنڅکي د بشري حقونو يو وکيل و چې په ٢٠٠٩ م کال کې د مسکو په يوه زندان کې بندي و او محاکمې ته تر وړاندې کېدو وړاندې چارواکو ورته د طبي درملنې اجازه نه وه ورکړې.

د مګنڅکي د مړينې په ځواب کې د امريکا ولسشمر اوباما دغه لايحه تصويب کړه چې وروسته په قانون بدله شوه.

په دغه لست کې د هغو کسانو نومونه شامل دي چې واشنګتن باور لري چې د مګنڅکي د قضيې په ګډون له نورو بشري حقونو سر غړونو سره تړاو لري.

په روسيه کې د يوې پلټنې پايلو وښودله چې هېڅ ډول جنايت نه دى شوى.

خو د سپينې مانۍ وياند جې کارني د ښاغلي مګنڅکي مړينه يوه غميزه وبلله، او و يې ويل چې د بشري حقونو د موضوع پر سر امريکا او روسيه اختلافونه لري.

مسکو د امريکا دا ګام په کلکه غندلى او پر امريکايانو يې د ورته بنديزونو د لګولو ګواښ کړى دى.