ویکیلیکس تر ۱.۷ میلیون ډېر نوي اسناد افشا کوي

د ویکیلیکس وېبپاڼې بنسټګر جولیان اسانج ویلي، چې تر یو اعشاریه اووه میلیونه ډېر هغه نوي اسناد به افشا کړي، چې د تېرې پېړۍ د اویایمې لسیزې له استخباراتي او ديپلوماتیکو موضوعاتو سره تړاو لري.
ویکیلیکس وړاندې سلګونه زره امریکايي استخباراتي او ديپلوماتیک اسناد افشا کړي دي.
ددغه وېبپاڼې بنسټګر جولیان اسانج د برتانیا لندن کې د ایکوادور له سفارته دغه څرګندونې کړې دي.
اسانج له تېرو نهو میاشتو راهیسې لندن ښار کې د ایکوادور په سفارت کې پټ شوی دی، چې وړاندې پرې د جنسي تېري تورونه پورې شوي وو.
قانوني جګړه
ویکیلیکس وېبپاڼې په ۲۰۱۰ کال د امریکا تر ۲۵۰ زرو د ډېرو دیپلوماتیکو اسنادو تر افشا کولو وروسته په ګرده نړۍ کې، په تېره بیا د امریکا سخت غبرګونونه راوپارول.
نوي افشا کېدونکي اسناد د ۱۹۷۳ او ۱۹۷۶ کلونو ترمنځ دیپلوماتیکو او استخباراتي تړاوونو دي، چې د امریکا د معلوماتو د زېرمې په ملي ارشیف کې ساتل کېدل.
په دغو اسنادو کې هغه ګڼ لیکونه هم شته، چې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر هنري کسینجر استولي او یا یې تر لاسه کړي دي.
ویکیلیکس ګڼ هغه اسناد منظم کړي، چې "د امریکايي ديپلوماسۍ عامه کتابتون" نوم یې ورکړی، او د خپرولو لپاره نه دي.
خو ځینې نور بیا ډېر محرم اسناد دي.
اسانج په تېر جولای کې د ایکوادور سفارت ته پناه یووړه.

ایکوادور په تېر اګست کې هغه ته سیاسي پناه ورکړه، خو برتانیا یې له هېواده د وتلو غوښتنه رد کړه، چې دې موضوع برتانیا او ایکوادور سره ښکر په ښکر کړل.
په ویکیلیکس وېبپاڼه کې د امریکا زرګونه پوځي، استخباراتي او دیپلوماتیک اسناد افشا شوي، چې د واشنګټن غوسه یې راپارولې ده.
ددغو اسنادو ډېره برخه په عراق او افغانستان کې د امریکايي جګړې په اړه دي، چې دا د امریکا په ګرد تاریخ کې د اسنادو د افشا کېدو یوه لویه پېښه ده.








