
د تمبکتو ښاروال ویلي، اورپکو هغه کسان وژلي، چې د فرانسوي ځواکونو په ورتګ یې خوشالۍ کولې.
مالي ته استول شویو ځواکونو شمالي ښار تمبکتو نیولی او د دغه ښار مهم هوايي ډګر یې هم نیولی دی.
له دغه ښاره وسله والې ډلې په شا شوې دي.
پوځي ویاند تیري بوکار بي بي سي ته ویلي، چې ۱۰۰۰ فرانسوي پوځیان او د مالي ۲۰۰ عسکر د هوايي ځواک په ملاتړ تمبکتو ته له کوم مقاومت پرته ننوتل.
وايي چې له ننوتلو مخکې وسله وال له دغه ښاره په شا شوي وو چې ویل کېږي، شمال ته یې ستراتیژيک شاتګ کړی دی.
فرانسوي ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، چې "ګډ ځواکونه په دې جګړه کې بریالي شول."
فرانسوي ځواکونو په تېره شنبې لوی شمالي ښار ګاو هم نیولی و، چې د وګړو له اړخه د مالي تر ټولو لوی ښار دی.
وسله والو ډلو د مالي شمالي برخې یو کال وړاندې وروسته تر هغه ونیولې، چې حکومتي ځواکونه ترې ووتل.
خو د فرانسوي ځواکونو دغه پرمختګ ددې څرګندويي کوي، چې وسله وال یو پر بل پسې د نیول شویو سیمو ولکه له لاسه ورکوي.
په باماکو کې د بي بي سي خبریال توماس فیسي وايي، ښکاري چې سخت دریځي د لویې صحرا خپلو پټن ځایونو ته لېږدېدلي دي.
خرپ او ترپ
د مالي اورپکي
- انصارالدینپه ټول هېواد کې د اسلامي قانون (شریعت) د تطبیقولو هڅه کوي. یوشمېر جنګیالي یې د طوارق جنګیالیو په نامه یادېږي، چې د معمرالقذافي پلویو ځواکونو له ملاتړ وروسته له لیبیا مالي ته لېږدېدلي دي
- د ازاواد لپاره اسلامي تحریکد ۲۰۱۳ جنورۍ کې له انصارالدین جلا شوې ډله ده، چې ترهګریز کارونه کوي
- په اسلامي مغرب کې القاعدهپه شمالي افریقا کې د القاعدې څانګه ده، په اصل کې له الجزایر څخه ورغلې ده، تر ډېره له بهرنیو جنګیالیو تشکیل شوې، چې په مالي کې د اسلامي قانون د تطبیق ادعا کوي او د بهرنیانو په تښتولو مشهوره ده
- په لوېديځه افریقا کې د یووالي او جهاد تحریکدغه ډله په ګرده لوېديځه افریقا کې د جهاد غځولو هڅه کوي. دا ډله د طوارق جلا شویو ضد فعالیت کوي، خو اسلامي قانون واکمنېدل غواړي
- د ازاواد لپار د ملي ازادۍ تحریکد طوارق سیکولار ډله ده، چې د هېواد د خپلواکۍ هڅې کوي
بل خوا، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لوران فابیوس ویلي چې "د تمبکتو نیول د مالي پوځ په مرستې په تدریجي ډول ترسره شول". نوموړی زیاتوي، چې وسله والې ډلې د خرپ او ترپ تګلاره غوره کړې ده.
پر همدې مهال، د تمبکتو ښاروال هالي عثمان سي سي په باماکو کې بي بي سي ته وویل، داسې کره معلومات لري، چې اسلام پالو سخت دریځو ګڼ ارزښتناکه تاریخي مخطوطې سوځولې دي.
دی وايي چې د دغو مخطوطو لرغونتون په ښار کې د سلګونه کالو مخکې تاریخ څرګندويي کوي، چې د اسلامي میراث د خزانو یوه مهمه برخه په کې نغښتې وه.
نوموړي دا ادعا هم کړې ده، چې د ګڼو حکومتي کارکوونکو کورونه هلته سېځل شوي، او ښار ته د فرانسوي ځواکونو ځینې ځینې هرکلي ویونکي ځوانان وژل شوي دي.
کیدال ښار
د تمبکتو تر نیولو وروسته، د فرانسې په مشرۍ ګډ ځواکونه له الجزایر سره پر پوله د "کیدال" ښار د نیولو تابیا لري.
دغه ښار د انصارالدین ډلې د مشر ایاد غالي پلرنی ټاټوبی دی، چې چې د تېرې شنبې پر ماښام بمبار هم پرې وشو.
که چېرې فرانسوي ځواکونه له اسلام پالو کیدال ښار ونیسي، دا به د دوی د ګډو عملیاتو د لومړي پړاو پای وي.

د مالي او فرانسې ځواکونه تمبکتو کې کورونه پلټي.
خو په دویم پوځي جنګي پړاو کې د هغو وسله والو پسې اخیستل راځي، چې د لویې صحرا په پټن ځایونو کې پوځي روزنې کوي چې د ښاري جګړې په پرتله به د جګړې دغه پړاو څو ځلې ستونزمن وي.
وړاندې، د فرانسې د پوځ یوه ویاند تیري بوکار ویلي وو، چې فرانسوي ځواکونه د ښارونو تر نیول کېدا وروسته د دغو ښارونو د اداره کولو او کنټرول چارې هم پرغاړه لري.
اټکل دی، چې مالي ته د نیجر له پلازمېن نیامي هم افریقايي ځواکونه ورسېږي، چې ګاوښار ته د چاد ځواکونه لا له وړاندې تللي دي.
فرانسویان وايي، چې په مالي کې یې نژدې ۲۹۰۰ پوځيان د اسلام پالو سخت دریځو مقابله کوي، خو هلته د افریقايي ځواکونو شمېر ۲۷۰۰ ته رسېږي.












