یوه ورځ وروسته له هغه چې د مالي او فرانسې ځواکونو د مالي په شمال کې د ګاوو ښار له اسلامي توندلارو ونیو، د افریقایي هېوادونو مشران د ایتوپیا په پلازمېنه ادیسه بابا کې سره جرګه دي. ټاکل شوې په دې سرمشریزه کې د مالي پر کړکېچ خبري وشي. تمه ده ډېر افریقایې هېوادونه مالي ته خپلو نورو سرتېرو د استولو ژمنه وکړي. د فرانسې لومړي وزیر ویلي د دوی ځواکونه اوس په مالي د یوه بل کلیدي ښار تمبکتو چې تېر اپریل اسلامي توندلارو نیولی و، په لوري روان دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون په سرمشریزه کې د مالي پر چارواکو غږ کړی چې هلته نظم بېرته راولي.












