
فرانسه وايي د 'ګاو' ښار نیول د مالي پر شمالي سیمو د کنټرول لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.
د فرانسې په مشرۍ په مالي کې د عملیاتو په لړ کې "ګاو" ښار له اورپکو نیول شوی دی.
دغه ښار په تېر اپریل کې د طوارق اورپ:و او اسلام پالو لاس ته لوېدلی و.
فرانسې ویلي، چې د ګاو ښار هوايي ډګر او د سوېلي سیمې مهم ستراتیژیک پله امنیت به ټينګ وساتي.
فرانسوي چارواکو دا هم ویلي، له ګاونډي چاد څخه اوس د ګاو لوري ته روان دي، چې هلته د امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړي.
فرانسه وايي، چې د "ګاو" ښاروال سادو دایلو له پلازمېنې "باماکو" څخه د تېرې شنبې په ورځ "ګاو" ښار ته رسېدلی دی.
وړاندې چارواکو ویلي وو، چې فرانسوي او د مالي ځواکونو په ګډه په تېره شنبې د ګاو هوايي ډګر نیولی، چې له پلازمېنې باماکو څخه ایله ۱۲۰۰ کیلومتره شمال ختیځ کې موقعیت لري.
دوی وايي چې د دغه ښار نیول د مالي پر شمالي سیمو د کنټرول لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.
د مالي اورپکي
- انصارالدینپه ټول هېواد کې د اسلامي قانون (شریعت) د تطبیقولو هڅه کوي. یوشمېر جنګیالي یې د طوارق جنګیالیو په نامه یادېږي، چې د معمرالقذافي پلویو ځواکونو له ملاتړ وروسته له لیبیا مالي ته لېږدېدلي دي
- د ازاواد لپاره اسلامي تحریکد ۲۰۱۳ جنورۍ کې له انصارالدین جلا شوې ډله ده، چې ترهګریز کارونه کوي
- په اسلامي مغرب کې القاعدهپه شمالي افریقا کې د القاعدې څانګه ده، په اصل کې له الجزایر څخه ورغلې ده، تر ډېره له بهرنیو جنګیالیو تشکیل شوې، چې په مالي کې د اسلامي قانون د تطبیق ادعا کوي او د بهرنیانو په تښتولو مشهوره ده
- په لوېديځه افریقا کې د یووالي او جهاد تحریکدغه ډله په ګرده لوېديځه افریقا کې د جهاد غځولو هڅه کوي. دا ډله د طوارق جلا شویو ضد فعالیت کوي، خو اسلامي قانون واکمنېدل غواړي
- د ازاواد لپار د ملي ازادۍ تحریکد طوارق سیکولار ډله ده، چې د هېواد د خپلواکۍ هڅې کوي
فرانسې دا هم ویلي، چې "د مالي او فرانسې ګډو ځواکونو د ګاو هوايي ډګر او په ګاو کې د واباري پول نیولي دي."
دغه هوايي ډګر له ګاو څخه ختيځ لور ته په نژدې شپږ کیلومترۍ کې پروت دی.
خو پول بیا ښار ته د ننوتونکې دروازې په خوله کې موقعیت لري.
فرانسوې الوتکو د اورپکو پر پټن ځایونو او د روزنې پرځایونو بمبار کړی دی.
د ګاو پول مالي له ګاونډي نیجر سره نښلوي.
د چاد پوځيان
یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې "د چاد ځواکونه په نیجر کې د مالي پولې ته څېرمه دغه هېواد ته د ننوتلو په حال کې دي، اټکل دی، چې فرانسوي او د مالي ځواکونو ملاتړ به هم ورسره وي، چې د اورپکو پرضد جګړه ډېره کړي."
هومبوري ښار
چارواکو ویلي، چې حکومتي ځواکونه هومبوري ښار ته ننوتي دي، دغه ښار د ګاو جنوب لوېديځ لوري ته په ۱۶۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
د مالي یوه پوځي افسر ویلي "زموږ ځواکونه د فرانسوي سرتېرو په ملاتړ هومبوري ته له جګړې پرته ننوتل. اسلام پالي له ښاره وتښتېدل."
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي د جګړې له امله د روانې جنورۍ میاشتې له ۱۰ نیټې راهیسې ۷۰۰۰ کسان له مالي نه ګاونډيو ته تللي دي.
په همدې حال کې ګڼو افریقايي هېوادونو د مالي له حکومت سره د مرستې په خاطر خپله پوځي مرسته مالي ته استولې ده.
د جمعې په ورځ افریقايي اتحادیې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا نه وغوښتل چې په عاجله توګه په مالي کې د ۶۰۰۰ زرو ځواکونو ځاي پرځای کولو ته اجازه ورکړي.












