فرانسوي ځواکونو په مالي کې د ديابالي مرکزي ښارګوتۍ له اورپکو چې د دې مياشتې په لومړيو کې يې پرې ولکه کړې وه، بېرته نيولی دی.
د بي بي سي يو خبريال چې اوس په ديابالي کې دی سوځېدلي موټر چې د څرخي الوتکو په بمبارۍ کې ويجاړ شوي او د مرميو چرې چې ځمکه يې څېرلې، لېدلي دي.
دا له هغه راهيسې چې فرانسې په مالي کې پوځي مداخله کړې لومړی ځل دی چې ځواکونه يې د داسې عملياتو مشري کوي چې د ياغيانو تر ولکې لاندې ښار بېرته د حکومت تر کنټرول لاندې راولي.
راپورونه وايي ياغيان وروسته له يوې اوونۍ سختې جګړې او هوايي بمبارۍ له دغه ښار تښتېدلي دي.
د فرانسې حکومت وايي د پوځي مداخلې هدف يې دا وو چې د مالي ځواکونه په ټول هېواد خپل کنټرول بېرته ترلاسه کړي.
د دې مياشتې په لومړيو کې مالي ته له زرو زيات فرانسوي سرتېري واستول شول.












