د مالي پوځ وايي، د کونا مرکزي ښارګوټی یې بېرته نیولی، چې د روانې میاشتې په سر کې اسلامپالو نیولی و.
فرانسوي ځواکونو هم، چې په دغه کړکېچ کې ورګډ شوي د ډیبالي ښار ګوټي پر جنوبي برخو بمبارۍ کړې دي.
د دیبالي ښارکوټي ښاروال بي بي سي ته وویل، چې اسلامپالو دغه ښار ګوټی پرې اېښی او شمال ته د ټېمبکوټو پر لور روان دي خو په خپلواک ډول د دغو خبرونو پخلی نه دی شوی.












