
د مالي یوه پوځي قوماندان ډګروال ډیډار ډاکویو ملي تلویزیون ته ویلي چې کله د دوی ځواکونه د کونا ښارګوټي ته ورغلل نو خلکو یې تود هرکلي وکړ.
د مالي پوځ وايي د 'دیابالي' او کونا ښارونه یې بېرته له یاغیانو نیولي دي.
دغه ښارونه د روانې میاشتې په لومړیو کې د اسلام پالو ځواکونو له خوا نیول شوي وو، خو د فرانسوي ځواکونو د هوايي بمباریو په پایله کې اسلام پاله ځواکونه له دغو دوو مرکزي ښارونو په شا شوي دي.
د مالي یوه پوځي قوماندان ډګروال ډیډار ډاکویو ملي تلویزیون ته ویلي چې کله د دوی ځواکونه د کونا ښارګوټي ته ورغلل نو خلکو یې تود هرکلي وکړ:
''د څلور او پنځو بجو ترمنځ زموږ ځواکونو د کونا ښارګوټی ونیو. اوس هم په دغه ښارګوټي او شاخوا سیمه کې عملیات دوام لري. کله چې موږ کونا ته ورغلو خلکو زموږ ښه هرکلی وکړ، موږ ډېر خوشحاله یو. د خلکو له هرکلي نه د فرانسوي ځواکونو قطعه هم خوښه وه.''
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وايي د مالي له شمالي سیمو یې د یاغیانو له خوا د سرغړونو بوږنونکي رپوټونه ترلاسه کړي دي.
اعدام
د مالي نه بي ځایه شویو کډوالو ویلي چې یاغیانو خلک اعدامول، د بدن غړي یې ورپرې کول او د هغوی ماشومان یې جګړې ته بېول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره اټکل کوي چې په مالي کې د جګړې له امله به ۷ سوو زره نور کسان هم د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ۱۵۰۰۰۰ (یو لک او پنځوس) زره کسان وار د مخه ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي او درې سوه زره کسان په خپله مالي کې بي ځایه شوي دي.












