
چاد هم مالي ته د ٢٠٠٠ سرتېرو د لېږلو ژمنه کړې ده.
له مالي نه را رسېدلي رپوټونه وايي چې په دغه هېواد کې درنه جگړه روانه ده. فرانسوي ځواکونه د مالي له پوځ سره په گډه هڅه کوي چې د اسلامپالو ياغيانو د چټک پرمختگ مخه ډب کړي.
فرانسوي سرتېرو د ديابالي پر ښار چې اورپکو د روانې اوونۍ په لومړيو کې ونيو، بمباريو ته دوام ورکړى. د مالي وسله وال پوځ هڅه کوي چې اسلامپالي جنگيالي د کونا له ښاره وباسي.
د اور پکو په ولکه کې د دغه ښار کېوتل په مالي کې د فرانسې د پوځي لاسوهنې لامل شو. د فرانسې دفاع وزير وويل په مالي کې د دوى د ځواکونو شمېر اوس ١٤٠٠ ته رسېږي او څه د پاسه ١٠٠٠ تنه نور سرتيري به هم ورلېږل شي.
گڼو افريقايي هېوادونو هم مالي ته د ځواکونو د استولو ژمنه کړېده. د نايجريا د هوايي ځواکونو وياند قومندان يوسف انس بي بي سي ته وويل دوى هم ١٢٠٠ سرتيري مالي ته لېږي:
"د سرتېرو د لېږد لومړنى پړاو نن سهار پيل شو. د نايجريا د هوايي ځواکونو يوه قطعه د نايجر جمهوريت ته ولېږل شوه چې په کې د نايجريا د هوايي ځواکونو الفا جت او نورې جگړييزې الوتکې ودرول شوې دي. د نايجريا د پليو، سمندري او هوايي ځواکونو ټول ټال ١٢٠٠ سرتيري به هلته ځاى پر ځاى شي."
په همدې ترڅ کې چاد هم د ٢٠٠٠ سرتېرو د لېږلو ژمنه کړې.
بل لوري ته د د سنيگال، گانا او بنيين په گډون ځينو نورو افريقايي هېوادونو هم په مالي کې د اسلامپالو ياغيانو پرضد په پوځي اقدام کې د گډون ټټر وهلى. اروپايې ټولنې هم پرون د يوې غوندې په ترڅ کې د مالي پوځ د روزنې پرېکړه وکړه












