مالي کې د طواريق بېلتون غوښتونکې ډلې يوه چارواکي ويلي، چمتو دي د هغو سخت دریځو پر وړاندې جګړه کې چې يو وخت يې ملګري وو، ونډه واخلي.
له بي بي سي سره د خبرو پر مهال دوی ونه ويل چې له فرانسوي ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېږي، خو ويې ويل چې ډله يې د القاعده او ترهګرۍ پر ضد ده.
سخت دریځو تېر اوړی له دغې ډلې څخه د مالي په شمال کې ګن لوی ښارونه ونیول.
تر دې وړاندې د فرانسې زغره وال ګاډي له پلازمېنې بماکو نه د هغو سيمو پر لوري روان شوي چې ياغيانو نيولي دي او له دې سره هم مهاله فرانسوي جنګي الوتکو د ياغيانو پر سنګرونو نور هوايي ګوزارونه کړي دي.












