
طالبان وايي فرانسې په مالي کې په لاسوهنې نړیوالې سولې ته له ژمنتیا نه سرغړونه وکړه.
په افغانستان کې وسله والو طالبانو د افریقا په مالي کې له خلکو او په جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې د پردیو له لاسوهنې پرته په خپلو کې د سولې او ثبات تګلاره غوره کړي.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي رسنیو ته په استولي ایمیل کې ویلي چې فرانسې په مالي کې په لاسوهنې نړیوالې سولې ته له ژمنتیا نه سرغړونه وکړه.
خو فرانسه چې د نړیوالو له ملاتړه برخمنه ده وايي له مالي نه د اورپکۍ ریښې باسي او د دې لپاره نور ځواکونه هم دغه هېواد ته استوي.
په همدې حال کې د فرانسې پوځ د مالي په لوېدیځ کې د ډایبلې پر ښارګوټي هوايي بریدونه کړي دي.
دغه ښارګوټی پرون اسلام پالو ځواکونو ونیو.
د سیمې اوسېدونکي وايي بمبارۍ چې څو ساعته یې دوام درلود د اسلامپاله ځواکونو یو شمېر کسان وژلي دي.
په همدې حال کې نایجریا، سېنېګال او ځینو نورو هېوادونو هم مالي ته د فرانسوي ځواکونو د ملاتړ په خاطر د خپلو عسکرو د استولو ژمنه کړې ده.
د جنورۍ په ۱۵ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډې په مالي کې د اسلامي بنسټ پالو پرضد د فرانسې د پوځي لاس وهنې پراخ او ټينګ ملاتړ وکړ.
تر غونډې وروسته په ملګروملتونو کې د فرانسې سفیر وویل هیلمن دی چې په مالي کې به د ژمنه شوو افریقایي ځواکونو ځای پرځای کېدل ګړندي شي.












