د فرانسې هوايي ځواک په مالي کې د توندلاره اورپکيو پر وړاندې خپل عمليات د دغه هېواد شمالي برخو ته غځولي دي.
فرانسوي الوتکې پر ګاو او کيډال ښارګوټيو بمبارۍ کړې دي. د فرانسې د دفاع وزارت ويلي جنګی الوتکو چې له فرانسې يې الوتنه کړې، د روزنې کمپونو او بنسټيزې ودانۍ ويشتې دي.
د مالي په ګاو کې خلکو ويلي ډېری ياغيان له ښاره وتلي دي. د فرانسې د دفاع وزير لاورن فابيوس ويلي جنوب لور د اورپکيو پرمختګ درېدلی، او د فرانسې مخامخ ښکېلتيا به په اونيو کې پای ته رسېږي.
د لوېديځې افريقا سلګونه ځواکونه دغې جګړې سره د يوځای کېدو تياری نيسي.












