
مالي کې وسله والو ډلو د تېر کال په اپریل کې د دغه هېواد د شمالي سیمو واک تر لاسه کړ. دې ډلو کې یو شمېر یې له القاعده سره تړاو لري.
افریقا يي هېواد مالي کې امنیتي ځواکونه وايي د فرانسوي پوځ له هوايي بریدونو وروسته له دفاعي لحاظه مهم ښار کوونا د اسلامي سخت دریځو له ولکې ایستل شوی دی.
ځايي امنیتي مقاماتو ویلي، چې یاغیانو یوه ورځ مخکې په دغه ښار ولکه ټینګه کړې وه، خو اوس هغوی د جنوب لور ته شړل شوي دي.
له دې رپوټونه څو ساعته مخکې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي و، چې د مالي له پوځ سره د مرستې لپاره پوځي عملیات پیل شوي دي.
مالي کې وسله والو ډلو د تېر کال په اپریل کې د دغه هېواد د شمالي سیمو واک تر لاسه کړ. دې ډلو کې یو شمېر یې له القاعده سره تړاو لري.
دغه سخت دریځې ډلې سیمه کې سخت اسلامي قانون پلي کول غواړي. د سیمې هېوادونو او لوېدیځوالو د اسلامي سخت دریځو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د مالي له پوځ سره د مرستې لپاره د خپل پوځي فعالیت د پیل له اعلان سره هم مهاله وویل، چې سخت دریځي غواړي مالي څخه یو ترهګر هېواد جوړ کړي.
د نوموړي په وینا، مالي کې پوځي مداخله له نړیوالو قوانینو سره سمه ده او د مالي موقت ولسمشر ډانکونډا ټران اورې په دې اړه رضایت څرګند کړی. د نوموړي په خبره دغه کار به د اړتیا پوره کېدو تر مهاله دوام وکړي.
د فرانسې چارواکو مالي کې د پوځي فعالیت په اړه ډېر لږ معلومات ورکړي، خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر مالي کې د هوايي ځواک کارول تایید کړي.
بل لور ته د مالي ولسمشر په خپل هېواد کې بېړنیز حالت اعلان کړی. د نوموړي په خبره دغه حالت به په لومړنۍ توګه تر ۱۰ ورځو پورې دوام وکړي.
"د برتانیا حکومت مالي کې د فرانسوي پوځ د فعالیت ملاتړ کړی او د امریکا متحده ایالاتو ویلي، چې فرانسې ته د استخباراتي او لوژستیکي مرستو په رسولو غور کوي."
کوونا ښار ته نژدې د موپټي ښار اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، چې فرانسوي پوځیان يې په داسې حال کې لیدلي، چې د مالي له پوځ سره یې مرسته کوله، چې هغوی پر اسلامپاله سخت دریځو ځوابي بریدونه وکړي.
د برتانیا حکومت مالي کې د فرانسوي پوځ د فعالیت ملاتړ کړی او د امریکا متحده ایالاتو ویلي، چې فرانسې ته د استخباراتي او لوژستیکي مرستو په رسولو غور کوي.
له دې مخکې ملګرو د ستونزې لپاره د سیاسي حل نه موندل کېدو په صورت کې سیمې ته درې زره افریقايي پوځیانو لېږل تصویب کړي وو، خو دغه پوځه مداخله له سپتمبر میاشتې مخکې ناممکنه وه.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پوځي مداخلې هدف د سخت دریځو د پرمختګ مخنیوی کول دي. د مالي شمالي سیمه کې اووه کسه فرانسویان یرغمل نیول شوي او فرانسوي چارواکو ویلي، چې د یرغمل کسانو د ژغورلو لپاره به هر ممکن اقدام وکړي.












