د مرکزي افريقا ولسمشر فرانسوا بوزيزه د دفاع وزير، خپل زوى جين فرانسيس او د پوځ لوی درستیز له دندو گوښه کړي دي. هغوى د دې لپاره لرې کړل شوي دي چې پلازمېنې بنگوې ته د یاغیانو د پرمختگ په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
ولسمشر بوزيزه د دفاع وزارت چارې پخپله غاړه اخيستي او اټکل کېږي چې د پوځ د مشرتوب لپاره ډېر ژر يو کس ونومول شي.
دغه خبر تر هغې لږ وروسته خپور شو چې مخالفې ټلوالې اعلان وکړ چې هغوى نور پرمختگ نه کوي او چمتو دي چې د گابون په خبرو اترو کې برخه واخلي .
د یاغیانو يوه وياند ويلي، چې ښايي يوه لاره دا وي چې پرته له اوسني ولسمشره يوه انتقالي اداره رامنځته شي.












