د مرکزي افريقا جمهوريت کې ياغيانو د دغه هېواد درېيم لوی ښار بمباري نيولی دی.
دا له هغه راهيسې چې د دسمبر لومړيو کې يې خپله مبارزه پيل کړې، شپږمه سیمه ده چې دوی يې نيسي، او لا د پلازمېنې بانګي پر لور ورنژدې شوي دي.
د (Medecins Sans Frontieres) يا بې پولو ډاکټرانو خيريه ټولنې يوه وياند ويلي د جګړې له امله له داسې سيمو په ګډون چې لا تر اوسه د حکومت تر ولکې لاندې دي، ډېر شمېر وګړي بې ځايه شوي دي.












