د پېسو نړېوال صندوق آى اېم اف، د څه د پاسه څلور ميليارد ډالرو په ارزښت له يونان سره د خپلې مالې مرستې بل قسط منلى. دا پرېکړه په اقتصادي چارو کې د يونان د وروستيو کړنو له جاج اخيستو او د پور ورکونکو د راضي کولو لپاره د پارلمان له لوري د نورو تدبيرونو له منظورۍ وروسته وشوه.همداراز پرتگال به هم د آى اېم اف لخوا د مالي مرستې بله برخه چې يو څه د پاسه يو ميليارد کېږي ترلاسه کړي.












