فرانسوي ځواکونو په مرکزي مالي کې تر یوې اوونۍ سختو جګړو او هوایي بریدونو وروسته له اسلامي اورپکو څخه دوه ښارونه نیولي دي.
فرانسه وایی اوس یې د دیابالي واګې په لاس کې اخیستې دي چې یاغیانو یوه میاشت مخکې نیولی و، فرانسویانو دجنوب په ۴۰۰ کیلومترۍ کې د دوینزا ښار هم بیرته نیولی دی.












