چک هېګل 'د امریکا دفاع وزیر ټاکل کېږي'

د خپريدو وخت: 04:18 گرینویچ - دوشنبه 07 جنوري 2013 - 18 مرغومی 1391
چاک هېګل

هېګل په ۱۹۴۶ کال په نبراسکا کې زیږېدلی، چې د ویتنام په جګړه کې جنګېدلی او هلته د پلی پوځي قطعې مشر و.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما پخوانی جمهوری سناتور چک هېګل د دفاع نوي وزير په توګه نومولی دی.

ښاغلي اوباما وويل دی د ويتنام جګړې جنګيالی او يوه پياوړې څېره دی، او د دې دندې لپاره د کمو هغو نوماندانو ترمنځ دی چې په جګړه کې ټپي شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې دې څوکۍ ته د ښاغلي هېګل ټاکل به د اوباما په اداره کې یو ډول جنجال رامنځ ته کړي.

د ده ګوندوال جمهوريت غوښتونکي پرې د اسراييلو ضد دريځ او د ايران پر وړاندې د بې تجربې والي تور لګوي.

ده د عراق جګړې پر سر پر ولسمشر جورج ډبليو بوش نيوکې هم کړې وې.

دموکراتانو هم د هغه د ټاکلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دوی وايي چې ښاغلی هېګل د همجنس بازانو د واده مخالف دی، که څه هم بیا وروسته یې ددغه دریځ په اړه بښنه غوښتې ده.

اټکل کېږي، چې د نبراسکا ایالت مخکنی سناتور هېګل به د اوسني دفاع وزیر لیون پنېتا ځای ناستی شي.

د دفاع اوسني وزير ليون پنېټا ويلي غواړي له دندې ګوښه شي.

هېګل په ۱۹۴۶ کال په نبراسکا کې زیږېدلی، چې د ویتنام په جګړه کې جنګېدلی او هلته د پلی پوځي قطعې مشر و.

په دې جګړه کې یې دوه پوځي مډالونه ګټلي دي.

هېګل په ۱۹۹۶ کال کې د جمهوریت غوښتونکي سناتور په توګه په مشرانو جرګه کې وکیل شو، بیا په ۲۰۰۲ کال کې بېرته بریالی شو، خو په ۲۰۰۸ کې متقاعد شو.

خو تمې دا دي، چې ښايي د دفاع د وزیر په توګه د هېګل ټاکل کېدل به د امریکا د ننه پر یهودي ډلو یو ډول فشار وي.

ځکه وړاندې ښاغلي هېګل ویلي وو، چې امریکايي یهودي ډلو ددغه هېواد پر بهرني سیاست اغېز کړی او پر دې چارې یې نیوکه کړې وه.

د هېګل نژدې کسان وايي، نوموړی په دې باور دی، چې اسراییل د امریکا د متحدو ایالتونو یو نژدې ملګری دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>