
ښاغلي پنېتا وايي دا ډېره ضروري ده چې پوځي عملياتو د وروستۍ وسيلې په توگه وکارول شي.
د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا هغه گنگوسې رد کړې چې وايي ګواکې اسراييل د ايران پر اټومي تاسيساتو د بريد پرېکړه کړې ده.
ښاغلی پنېتا وايي ګومان نه کوي چې اسرایيلو دې اوس د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید پریکړه کړې وي.
ده وويل اسرايیل یو خپلواک هېواد دی او د خپلو ملي او امنیتي ګټو په پام کې نیولو سره به اړین ګام اخلي.
دوه اوونۍ د مخه هم په يوه خبري ناسته کې ښاغلي پنېتا ويلي وو دا ډېره ضروري ده چې له پوځي عملياتو د وروستۍ وسيلې په توگه کار واخيستل شي.
ښاغلي پنېتا ټینګار وکړ چې پر ایران نوي لګېدلي بندیزونه اغېزمن دي او لا هم د خبرو اترو او دیپلوماسۍ لپاره ور پرانستی دی.
بل خوا خبري رسنیو د ایران د دفاع وزیر جنرال احمد وحیدي له خولې خبر ورکړی و چې اسرایيل یې په جنګ غوښتنه تورن کړي او اسراییلي مشران یې ٬٬بې عقل٬٬ بللي وو.
د ځینو په ګومان د اسراییلو مهالوېش د دوی په پوځي شونتیا پورې نه دی تړلی، بلکې په امریکا کې په ولسمشریزو ټاکنو پورې هم اړه لري.
څرګنده خبره ده چې ولسمشر اوباما د خپلې ولسمشرۍ د کمپاین په منځ کې بل بحران نه غواړي. داسې بریښي چې هغه به د ديپلوماسۍ لاره په مخکې ونیسي.
که څه هم ولسمشر اوباما ويلي د ایران د اټومي پروګرام پرمختیا به دروي، خو د اسراییلو لومړي وزیر بین یامین نېتانیاهو وویل تهران فکر کوي چې نړیواله ټولنه نه غواړي د ایران په وړاندې ګام واخلي.












